د هلمند بولان څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۱:۵۲
د هلمند بولان څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۹ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بولان څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره شوې ده.
د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ددې ولایت د بولان څېړنیز فارم څخه وخت ناوخت لیدنه کوي، چې ددغو لیدنو په ترڅ کې د هلمند ولایت د مارجې ولسوالی د کرنې او وټرنرۍ انسټیټوټ زده کړیالانو ته د عملي او نظري زده کړې زمینه برابره شوه.
په پیل کې د یاد فارم مسؤل ښاغلي عبدالرحمن خاکسار لخوا د فارم د بېلابېلو تجاربو، مورنیو او هستیو تخمونو د روزلو او مېوه لرونکو بڼوڼو او همدا راز د فارم د ګڼو برخو د رغولو په اړه ورغلو زده کړیالانو او استادانو ته معلومات ورکړل شو.
دیادولو وړ ده چې د بولان څېړنیز فارم د هېواد په کچه د کرنیزو عملي زدکړو لپاره ښه مرکز ګڼل کېږي، چې هر کال په بېلابېلو فصلونو کې د هلمند پوهنتون د کرهنې پوهنځۍ، او د کرنې او وټرنرۍ انستیتوت محصلینو  ته د یاد فارم د متخصصینو لخوا په عملي ډول زدکړيې ورکول کېږي.

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

دیدار هیئت بلندپایه از کانال بزرگ و ملی قوش‌تپه

۸ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئتی بلندپایه به رهبری مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایات شمالی کشور از جریان کار پروژه بزرگ و ملی کانال قوش‌تپه بازدید نمود و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۵۶
Background image

توزیع تخم سبزیجات و وسایل کاری برای ۱۴۷ دهقان در ولسوالی شکردره کابل

۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل در  ولسوالی شکردره با همکاری و حمایت مؤسسه (دبلیو اچ اچ)، برای ۱۴۷ دهقان سبزی‌کار یک مقدار تخم سبزیجات و وسایل کاری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

سفر هیئت تخنیکی به ولایت تخار به منظور سروی و تثبیت چراگاه‌ها

۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
یک هیئت تخنیکی از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به هدف سروی، تشخیص و تثبیت چراگاه‌های ولایت‌های شمالی کشور، پس از ولایت‌های بغلان و کندز. . .

بازگشت به خبرها