د څارویو خوندیتوب په پار هڅې؛ ننګرهار کې زرګونه څاروي واکسنیېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۴:۲۱
د څارویو خوندیتوب په پار هڅې؛ ننګرهار کې زرګونه څاروي واکسنیېږي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا او مالدارۍ امر داکتر محمد ضمیر بهسودې په چپرهار او خوږیانو ولسوالیو کې دانترو توکسیمیا د واکسینونو د تطبیق له چارو څارنه وکړه.
داکتر بهسودي وایي په ننګرهار کې د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټي له لورې په لسو ولسوالیو کې ۴۶ زره او ۷۵۰ وړو شخوند وهوونکو څارویو ته د انتروتوکسیمیا واکسینونو د تطبیق چارې روانې دي.
هغي وویل یاد واکسینونه په وړو څارویو کې د ناروغیو مخنیوي او د څارویو لرونکو اقتصادي ستونزو د حل په موخه پلي کېږي.
دغه راز بهسودې مالدارانو ته د واکسینونو پر ازرښت، اقتصادي ګټو او ګڼو نورو برخو کې عامه پوهاوي ورکړ او همدارنګه د وترنري سیمه ییزو واحدونو مسولینو ته د واکسینونو د کولډ چاین او واکسینونو د ښه تطبیق سپارښتنې وکړې.
وړاندې تردې هم د هالینډ کمیټې له لورې دننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې زرګونه څارویو ته د  انتروتوکسیمیا واکسینونه تطبیق کړي؛ او په راتلوونکي کې به هم یاد واکسینونه تطبیق شي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

آغاز کمپاین بهاری نهال‌شانی در کندهار

۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین نهال‌شانی برای سال ۱۴۰۵ هـ.ش تحت شعار «غرس نهال صدقه جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار به‌گونه رسمی آغاز شد.
در این مراسم، مولوی عبدالرشید. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

جلوگیری از انتقال ده‌ها رأس گاو قاچاقی از پاکستان به کندهار

۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار می‌گویند که نیروهای امنیتی ولسوالی سپین بولدک از قاچاق ۴۶ رأس گاو از پاکستان به کندهار جلوگیری کرده‌اند.
به گفته مسئولان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۷
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بدخشان

۶ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهاری سال ۱۴۰۵ هـ.ش تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان با حضور مسئولان امارتی، نمایندگان موسسات. . .

بازگشت به خبرها