ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۰:۴۴
ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي پر مهمو موضوعاتو غونډه وکړه.
په یاده غونډه کې د ننګرهار دکرنې رییس او تخنیکي پلاوي مشر مولوي عبدالستار محمد سربېره، د جلال آباد ښاروال، د ننګرهار مستوفي، ښارجوړونې رییس، قبایلو او سرحداتو رییس، حج او قافو رییس، د ښاروالۍ مرستیال، امارتی قضایاوو امر او د کدستر مسول ګډون درلود.
په دې غونډه کې دامارتي قضایاوو امریت  څخه راغلو مختلفو  دوسیو، بهسودولسوالی زانګویي د داودخان اود سراچي علي خان د ارسلاح او میرزاګل دځمکو په ګډون د غصب اړوند ګڼو نورو مهمو موضوعاتو باندې خبرې اترې وشوې.
دغه راز د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي  پریکړه وکړه، چې د غصب دمخنیوي تخنیکي پلاوي د سلطاني، وقفي او عامه ځمکو د بررسي صلاحیت لري نو که یادې ځمکي سلطاني وي باید تخنیکي پلاوي بررسی کړي او که نه وي د قضایایی امارت له لورې دي پرمخ یوړل شي، د بهسودو زانګویې سیمه کې د قاري اسد او داوود څخه استعلامونه وشي او د بهسودو سراچي علي خان په تړاو دي د بهسودولسوالۍ څخه د ځمکي سکیج،  کروکي او نور هر اړخیز معلومات وغوښتل شي او په راتلونکي مجلس کې پري تصمیم ونیول شي .
په ورته وخت کې د اداراتو او ولسي وګړو پر عرایضو بحث وشو او په ډېرې برخو کې پرېکړه وشوه، ترڅو د عامه ملکیتونو دمنځه تللو مخنیوی وشي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

آغاز کمپاین بهاری نهال‌شانی در کندهار

۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین نهال‌شانی برای سال ۱۴۰۵ هـ.ش تحت شعار «غرس نهال صدقه جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار به‌گونه رسمی آغاز شد.
در این مراسم، مولوی عبدالرشید. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

جلوگیری از انتقال ده‌ها رأس گاو قاچاقی از پاکستان به کندهار

۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار می‌گویند که نیروهای امنیتی ولسوالی سپین بولدک از قاچاق ۴۶ رأس گاو از پاکستان به کندهار جلوگیری کرده‌اند.
به گفته مسئولان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۷
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بدخشان

۶ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهاری سال ۱۴۰۵ هـ.ش تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان با حضور مسئولان امارتی، نمایندگان موسسات. . .

بازگشت به خبرها