هلمند کې زرګونه بزګران روزل کېږي 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۲:۵۰
هلمند کې زرګونه بزګران روزل کېږي 

۳ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د نادعلي ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت لخوا، د جک مؤسسې په همکارۍ ددې ولسوالی شپږ زره بزګرانو ته د کرنې په بېلابېلو برخو کې د زده کړې زمینه برابره کړي ده، چې ددې پروسې په لړ کې یوشمېر بزګرانو ته د غنمو د کښتونو د ښې روزنې او پالنې په موخه روزنه ورکړل شوه. 
 دزده کړو دغه لړۍ هغو بزګرو ته په لاره اچول شوې ده چې څه وخت وړاندې ورته د همدې مؤسسې په مالي مرسته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
د یاد روزنیز پروګرام له لارې نوموړیو بزګرو ته د غنمو کښتونو کې د اوبو لګونې، نباتي ناروغیو او بې ګټې وښو مخنیوی او بېلابېلو برخو کې زده کړې ورکول کېږي.
بلخوا دهلمند ولایتد  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګرمسېر ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت لخوا، د جک مؤسسې په مالي همکارئ ، ٢٥ تنه بزګرو ته دغنمو د کښتونو ښې روزنې او پالنې په موخه روزنه ورکړل شوه. 
د یاد روزنیز پروګرام له لارې نوموړیو بزګرو ته د غنمو د کښتونو لپاره د اړتیا وړ اوبو لګونې ، نباتي ناروغیو او بې ګټې وښو مخنیوی او بېلابېلو برخو کې هر اړخیز معلومات ورکړل شوي دي.
په ورته وخت کې له دغو روزنیزو پروګرامونو څخه برخمن شوي بزګرانو دغه ډول پروګرامونه موثر وبلل او په راتلونکي کې هم د یادو روزنیزو برنامو د جوړولو غوښتنه وکړه.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۴
Background image

نظارت از تطبیق برنامه پول در بدل کار در ولسوالی ینگی‌قلعه

۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری تخار از روند تطبیق برنامه «پول در بدل کار» در ولسوالی ینگی‌قلعه نظارت به‌عمل آورد. این برنامه در پنج ساحه مختلف با همکاری دفتر کنسرن. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۰
Background image

آغاز انتقال نهال‌های مثمر به ولایت دایکندی در آستانه سال جدید

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی به پیشواز سال ۱۴۰۵ هـ.ش، روند انتخاب، کشیدن و انتقال نهال‌های مثمر تصدیق‌شده و لیبل‌دار را از قوریه‌های معیاری آغاز کرده است.. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

آغاز کمپاین بهاری نهال‌شانی در کندهار

۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین نهال‌شانی برای سال ۱۴۰۵ هـ.ش تحت شعار «غرس نهال صدقه جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار به‌گونه رسمی آغاز شد.
در این مراسم، مولوی عبدالرشید. . .

بازگشت به خبرها