دکرنې وزارت د ځمکو چارو رییس د کابل ولایت د اراضۍ رییس سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱ - ۱۲:۳۲
دکرنې وزارت د ځمکو چارو رییس د کابل ولایت د اراضۍ رییس سره وکتل

۱ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو رییس مولوی محمود مظلوم د کابل ولایت د اراضۍ رییس مولوی عبدالباري شهاب سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
د غونډې په پیل کې یادو چارواکو د کابل ولايت د اراضۍ رياست د کارونو د هغو له اجراآتو او يو شمېر نورو موضوعاتو لکه د کابل ولايت د اراضۍ رياست لخوا د الکترونيکي قبالو د ورکړې او داسې نورو موضوعاتو باندې هر اړخيزې خبرې وکړې.
ورپسې د کابل ولايت د اراضۍ رییس مولوي عبدالباري شهاب د ځمکو چارو رییس څخه په مننې خپل د فعاليتونو او د دغه ریاست اړتياوې لکه کمپیوټر، پرنتر او د يو شمېر نورو الکترونيکي وسايلو د کموالی په اړه هم خپل وړاندیزونه د ځمکو چارو رییس سره شريک کړل.
په پای کې د کرنې وزارت د ځمکو چارو رییس د کابل ولايت د اراضۍ رییس د خبرو اوريدو وروسته نوموړی ته وویل، چې خپل ټول وړانديزونه دې په کتبي توګه د اراضۍ رياست مقام ته راوړی تر څو موضوع د کرنې وزارت له رهبرۍ سره شريکه او په اړه يې لازم اجراات ترسره شي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۴
Background image

نظارت از تطبیق برنامه پول در بدل کار در ولسوالی ینگی‌قلعه

۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری تخار از روند تطبیق برنامه «پول در بدل کار» در ولسوالی ینگی‌قلعه نظارت به‌عمل آورد. این برنامه در پنج ساحه مختلف با همکاری دفتر کنسرن. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۰
Background image

آغاز انتقال نهال‌های مثمر به ولایت دایکندی در آستانه سال جدید

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی به پیشواز سال ۱۴۰۵ هـ.ش، روند انتخاب، کشیدن و انتقال نهال‌های مثمر تصدیق‌شده و لیبل‌دار را از قوریه‌های معیاری آغاز کرده است.. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

آغاز کمپاین بهاری نهال‌شانی در کندهار

۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین نهال‌شانی برای سال ۱۴۰۵ هـ.ش تحت شعار «غرس نهال صدقه جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار به‌گونه رسمی آغاز شد.
در این مراسم، مولوی عبدالرشید. . .

بازگشت به خبرها