د هلمند د کرنې رییس د بست هوایي ډګر له چارواکو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱ - ۱۲:۳
د هلمند د کرنې رییس د بست هوایي ډګر له چارواکو سره وکتل

۱ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی نیاز محمد وهاج د بست هوایي ډګر له آمر سره په کتنه کې ددې هوایې ډګر اړوندو غصب شو ځمکو باندې خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د بست هوایي ډګر مسؤل په مرکز لښکرګاه کې د هوایي ډګر د حریمونو او اړوندو ځمکو د غصب په اړه کرنې رییس سره معلومات شریک کړل او ویې ویل: «هلمند کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي سره مو د یادو ملکیتونو د غصب معلومات شریک کړي دي او غوښتنه مو کړې ده، چې دغه عام المنفعه ملکیتونه له غاصبینو خلاص او ددې ادارې په واک کې ورکړل شي ترڅو په راتلونکي کې د یادو ځمکو څخه د میدان د پراخیدو ترڅنګ د حریمونو خوندیتوب ته پاملرنه ووشي.»
په همدې حال کې د هلمند دکرنې رییس د هوايي ډګر مسؤل ته د یادو ځمکو له غصب څخه د خلاصون په موخه د همکارۍ ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه، چې د هوایي ډګر د ځمکو د تشخیص او تثبیت په برخه کې به څیړنې کوي او د تخنیکي پلاوي د څیړنو او ارزونو راپور به له اړونده مقاماتو سره شریک کړي ترڅو د یادو ځمکو د استرداد په برخه کې لازم اقدامات ترسره شي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۴
Background image

نظارت از تطبیق برنامه پول در بدل کار در ولسوالی ینگی‌قلعه

۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری تخار از روند تطبیق برنامه «پول در بدل کار» در ولسوالی ینگی‌قلعه نظارت به‌عمل آورد. این برنامه در پنج ساحه مختلف با همکاری دفتر کنسرن. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۰
Background image

آغاز انتقال نهال‌های مثمر به ولایت دایکندی در آستانه سال جدید

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی به پیشواز سال ۱۴۰۵ هـ.ش، روند انتخاب، کشیدن و انتقال نهال‌های مثمر تصدیق‌شده و لیبل‌دار را از قوریه‌های معیاری آغاز کرده است.. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

آغاز کمپاین بهاری نهال‌شانی در کندهار

۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین نهال‌شانی برای سال ۱۴۰۵ هـ.ش تحت شعار «غرس نهال صدقه جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار به‌گونه رسمی آغاز شد.
در این مراسم، مولوی عبدالرشید. . .

بازگشت به خبرها