هلمند کې یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱ - ۱۱:۱۰
هلمند کې یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول

دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا  ددې ولایت د بولان او ناوې سړک په سیمو کې یو شمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو  د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پلور څخه ډډه وکړي، نباتي او حیواني درمل سره جلا کړي، د درملتونونو او وترنریو پاکوالي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس خپلې چارې په اصولي ډول مخې ته یوسي.
دغه راز ددې څارنې په ترڅ کې یوه اندازه تاریخ تېر درمل هم  راټول شول.
همدارنګه يو شمېر هغه هټۍ چې د فعاليت د جوازونو وخت يې تېر و او یایې جوازونه نه درلودل  سپارښتنه ور ته وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایي  نوي کړي او هغه درمل پلورنځي چې غیر مسلکي کسانو پکې کار کاوه ورته لازمې سپارښتنې وشوې.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه داده ترڅو د غیر مسلکي کسانو، د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو د پلور  او د غير قانونې درملو مخنيوی وشي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۴
Background image

نظارت از تطبیق برنامه پول در بدل کار در ولسوالی ینگی‌قلعه

۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری تخار از روند تطبیق برنامه «پول در بدل کار» در ولسوالی ینگی‌قلعه نظارت به‌عمل آورد. این برنامه در پنج ساحه مختلف با همکاری دفتر کنسرن. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۰
Background image

آغاز انتقال نهال‌های مثمر به ولایت دایکندی در آستانه سال جدید

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی به پیشواز سال ۱۴۰۵ هـ.ش، روند انتخاب، کشیدن و انتقال نهال‌های مثمر تصدیق‌شده و لیبل‌دار را از قوریه‌های معیاری آغاز کرده است.. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

آغاز کمپاین بهاری نهال‌شانی در کندهار

۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین نهال‌شانی برای سال ۱۴۰۵ هـ.ش تحت شعار «غرس نهال صدقه جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار به‌گونه رسمی آغاز شد.
در این مراسم، مولوی عبدالرشید. . .

بازگشت به خبرها