د ننګرهار کانال شرکت ۲۴۰۰ جریبه ځمکه کرکیلې ته چمتو کېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱ - ۱۱:۸
د ننګرهار کانال شرکت ۲۴۰۰ جریبه ځمکه کرکیلې ته چمتو کېږي

د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وايي، چې ددې شرکت اړوند شاړو او مخروبه ځمکو د ابادولو په پار یې هلې ځلې پیل کړي دي، چې په ترڅ کې یې ددې شرکت اړوند هغه ځمکې چې زیاتې ټیږي لري کرکیله په کې نه کېږي د تېږو او شګو له ټولولو وروسته به کرکېلي ته چمتو شي.
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې په همدې موخه یې اوه کلنه طرحه جوړه کړې ده، چې په ترڅ کې یې ددې شرکت په څلور ګونو فارمونو کې د زیتونو په بڼونو کې شته تېږي او د تېږو پولي او باري لري کړي او کرکیلې ته به یې چمتو کړي.
د ننګرهار د کانال شرکت د چارواکو په خبره ددې شرکت په ځمکو کې ۱۴۴۰۰۰۰ متر مکعب تېږي لري، چې له دغو تېږو څخه د جغل تولید په پار په دوو سیمو «هډې فارم او پنځم فارم باریکاب پله ته څېرمه» دوه کرش پلانټونه جوړېږي، چې یادې تېږي په کرش او جغل بدل کړي.
ددې طرحې په پلي کېدو سره نږدې ۲۴۰۰ جریبه ځمکه کرکیلې ته چمتو کېږي، چې ورسره به د ننګرهار کانال شرکت د عواید کچه هم ډېر او ترڅنګ یې یوشمېر خلکو ته به دکار زمینه هم برابره شي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۴
Background image

نظارت از تطبیق برنامه پول در بدل کار در ولسوالی ینگی‌قلعه

۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری تخار از روند تطبیق برنامه «پول در بدل کار» در ولسوالی ینگی‌قلعه نظارت به‌عمل آورد. این برنامه در پنج ساحه مختلف با همکاری دفتر کنسرن. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۰
Background image

آغاز انتقال نهال‌های مثمر به ولایت دایکندی در آستانه سال جدید

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی به پیشواز سال ۱۴۰۵ هـ.ش، روند انتخاب، کشیدن و انتقال نهال‌های مثمر تصدیق‌شده و لیبل‌دار را از قوریه‌های معیاری آغاز کرده است.. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

آغاز کمپاین بهاری نهال‌شانی در کندهار

۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین نهال‌شانی برای سال ۱۴۰۵ هـ.ش تحت شعار «غرس نهال صدقه جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار به‌گونه رسمی آغاز شد.
در این مراسم، مولوی عبدالرشید. . .

بازگشت به خبرها