وزیر زراعت، آبیاری و مالداری عازم هند شد
۱۶ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، در رأس یک هیئت رسمی بهمنظور گسترش همکاریهای دوجانبه در بخش زراعت و مالداری با کشور هند، عازم آن کشور شد.
این سفر با هدف توسعه همکاریها در بخشهای زراعت، آبیاری، مالداری، صادرات و واردات محصولات زراعتی، تبادل تجارب و بهرهگیری از دستاوردها و تجارب موفق هند در عرصههای زراعت، آبیاری و مالداری انجام میشود.
قرار است مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت کشور در جریان این سفر با مسئولان وزارت زراعت و رفاه دهقانان هند و شماری از مقامهای بلندپایه و مسوولان سکتور خصوصی آن کشور دیدار و گفتوگو کند. در این دیدارها، دو طرف پیرامون گسترش همکاریهای دوجانبه، توسعه روابط زراعتی، تبادل تجارب، معرفی تکنالوژیهای نوین زراعتی، تقویت بخش مالداری و افزایش همکاریها در زمینه صادرات و واردات محصولات زراعتی، بحث و تبادل نظر خواهند کرد.
همچنین در این سفر، هیئت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از برخی مراکز و برنامههای زراعتی هند بازدید خواهد کرد تا از تجارب موفق و فناوریهای نوین این کشور در بخشهای زراعت، آبیاری و مالداری استفاده شود.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر هند ته ولاړ
۱۶ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ د کرنې او مالدارۍ په برخو کې له هند سره د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه دغه هېواد ته ولاړ.
دغه سفر د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو، د تجربو د تبادلې او همدارنګه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د هند له بریالیو تجربو او لاسته راوړنو څخه د ګټې اخیستنې په موخه ترسره کېږي.
ټاکل شوې ده، چې مولوي عطاءالله عمري به د دغه سفر په ترڅ کې د هند د کرنې او بزګرانو د هوساینې وزارت له مسؤلینو، د هغه هېواد له یو شمېر لوړپوړو چارواکو او د خصوصي سکټور له استازو سره وګوري او خبرې اترې وکړي.
په دغو لیدنو کې به دواړه لوري د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا، د کرنیزو اړیکو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې، د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ د معرفي کولو، د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او همدارنګه د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو په برخه کې د همکاریو د زیاتوالي په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړي.
همدارنګه، د دغه سفر په ترڅ کې به د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی د هند له یو شمېر کرنیزو مرکزونو او پروګرامونو څخه هم لیدنه وکړي، څو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د دغه هېواد له بریالیو تجربو او عصري ټکنالوژیو څخه ګټه پورته کړي.
