د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر هند ته ولاړ

mail-admin
Tue, Jul 07 2026 10:41 AM
وزیر زراعت، آبیاری و مالداری عازم هند شد

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ د کرنې او مالدارۍ په برخو کې له هند سره د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه دغه هېواد ته ولاړ.
دغه سفر د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو، د تجربو د تبادلې او همدارنګه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د هند له بریالیو تجربو او لاسته راوړنو څخه د ګټې اخیستنې په موخه ترسره کېږي.
ټاکل شوې ده، چې مولوي عطاءالله عمري به د دغه سفر په ترڅ کې د هند د کرنې او بزګرانو د هوساینې وزارت له مسؤلینو، د هغه هېواد له یو شمېر لوړپوړو چارواکو او د خصوصي سکټور له استازو سره وګوري او خبرې اترې وکړي.
په دغو لیدنو کې به دواړه لوري د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا، د کرنیزو اړیکو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې، د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ د معرفي کولو، د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او همدارنګه د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو په برخه کې د همکاریو د زیاتوالي په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړي.
همدارنګه، د دغه سفر په ترڅ کې به د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی د هند له یو شمېر کرنیزو مرکزونو او پروګرامونو څخه هم لیدنه وکړي، څو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د دغه هېواد له بریالیو تجربو او عصري ټکنالوژیو څخه ګټه پورته کړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS