د ننګرهار په رودات کې پر ۳۶ ښځینه کروندګرو د شنوخونو اړونده توکي ووېشل شوې

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۶ - ۱۵:۰
د ننګرهار په رودات کې پر ۳۶ ښځینه کروندګرو د شنوخونو اړونده توکي ووېشل شوې

۶ زمری ۱۳۹۸
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په روداتو ولسوالۍ کې پر ۳۶ښځینه بزګرانو د شنوخونو اړونده توکي وېشلي دي.
د ننګرهار د کرنې رییس انجنیر سمیع الله نصرت وايي؛ د شنوخونو اړوند دغه وېشل شوي ۱۳ توکي، چې د کرنې ریاست له خوا پر دغو مېرمنو وېشل شوي دي په کې «دواپاش، کراچی، بېلچه، رمبه، قیچي، اوبه پاش، دست کشې، د تخم شیندلو پتنوسونه او داسې نور اړین توکي» شامل دي.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه جوړه شوې وه د روداتو ولسوال سیدعلي اکبر سادات له بزګرانو سره د کرنې وزارت له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې ددغو توکو په وېشلو سره به د کرنې په برخه کې د برخمن شویو ښځینه بزګرانو ستونزې تر ډېره هوارې شي
د ننګرهار د کرنې رییس وایي له دغو توکو څخه برخمن شوي بزګرانې ته په کورنیو باغچو کې د سبو او ترکاریو د کرکېلي په هکله روزنه هم ورکړل شوې ده
له یادو مرستو څخه موخه په دې ولایت کې د شنوخونو دودول د بېوزلو مېرمنو ملاتړ او د بزګرو کورنیو د عوایدو زیاتول دي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

در کندهار یک چک‌دیم به ارزش ۶ میلیون افغانی ساخته و به بهره‌برداری سپرده شد

۱۸ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
یک چک‌دیم بزرگ به ارزش ۶ میلیون افغانی از بودجه انکشافی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در منطقه باغ عمری ولسوالی ژیری ولایت کندهار ساخته و پس از. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت هلمند سفر کرد

۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر کاری به ولایت هلمند با معاون والی این ولایت دیدار و در مورد تقویت هماهنگی و همکاری. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۴۱
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون بیماری‌های حیوانی در ولایت جوزجان

۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین تطبیق واکسین‌های بیماری‌های حیوانی در ولایت جوزجان با توزیع ۸۰ هزار دوز واکسین پی‌پی‌آر و واکسین بروسلوز برای گاو، بز و گوسفند آغاز شد.
در این کمپاین، ۸۰ هزار. . .

بازگشت به خبرها