ننګرهار کې د شولو پروسس کوونکو او بزګرانو ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۵ - ۱۲:۵
ننګرهار کې د شولو پروسس کوونکو او بزګرانو  ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول ۱۵ لړم ۱۳۹۹ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروګرام«SNaPP2» په همکارۍ په ننګرهار کې د شولو تولیدونکو او پروسس کوونکو ترمنځ د پېر-پلورهوکړه لیکونه لاسلیک شول. دغه هوکړه لیکونه ددې ولایت د ۷ ولسوالیو د ۳۵۰ بزګرانو د کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې په موخه د شولې تولیدوونکو او د شولو پروسس او وریجو تولیدوونکو شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوي دي. ددې هوکړه لیکونو ټولیز ارزشت نهه میلیونه او ۱۰۰ زره افغانۍ ده. مارک

۱۵ لړم ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروګرام«SNaPP2» په همکارۍ په ننګرهار کې د شولو تولیدونکو او پروسس کوونکو ترمنځ د پېر-پلورهوکړه لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه ددې ولایت د ۷ ولسوالیو د ۳۵۰ بزګرانو د کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې په موخه د شولې تولیدوونکو او د شولو پروسس او وریجو تولیدوونکو شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوي دي. ددې هوکړه لیکونو ټولیز ارزشت نهه میلیونه او ۱۰۰ زره افغانۍ ده.
مارکېټ سره د بزګرانو نښلول، د شولو لوړ تولید، د بزکرانو په اقتصادي حالت کې مثبت بدلون او د بزګرانو د محصولاتو لپاره مارکېټ پیدا کول ددې هوکړه لیکونو موخې کڼل کیږي.
ددې هوکړه لیکونو پر بنسټ پروسس کوونکی به د بزګرانو محصولات په لوړه بیه پېري، د ترانسپورت آسانتیاوې ورته براروی، اصلاح شوی تخمونه به چمتو کوي او د امکان په صورت کې به بزګرانو ته وړې پورنه هم ورکوي.
د يادونې وړ ده چې، د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروګرام له خوا پر دغو بزګرانو د شولو اصلاح شوی تخم، سره او کاري توکي وېشل شوې او همدارنګه د شولو په کرودندو کې د مهارتونو په هکله بېلابېل روزنې هم دغو بزګرانو ته ورکړل شوي دي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

در کندهار یک چک‌دیم به ارزش ۶ میلیون افغانی ساخته و به بهره‌برداری سپرده شد

۱۸ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
یک چک‌دیم بزرگ به ارزش ۶ میلیون افغانی از بودجه انکشافی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در منطقه باغ عمری ولسوالی ژیری ولایت کندهار ساخته و پس از. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت هلمند سفر کرد

۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر کاری به ولایت هلمند با معاون والی این ولایت دیدار و در مورد تقویت هماهنگی و همکاری. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۴۱
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون بیماری‌های حیوانی در ولایت جوزجان

۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین تطبیق واکسین‌های بیماری‌های حیوانی در ولایت جوزجان با توزیع ۸۰ هزار دوز واکسین پی‌پی‌آر و واکسین بروسلوز برای گاو، بز و گوسفند آغاز شد.
در این کمپاین، ۸۰ هزار. . .

بازگشت به خبرها