د هلمند کرنې ریاست کې سکتوري غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۲:۶
د هلمند کرنې ریاست کې سکتوري غونډه دائره شوه

١٠ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
١٨ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق  
 د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې، د کرنې رییس الحاج مولوي نیاز محمد وهاج په مشرۍ میاشتنۍ سکتوري غونډه دائره شوه.
 په یاده غونډه کي د کرنې ریاست اړوندو چارواکو، دچاپېریال ساتنې ریاست او د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د استازو ترڅنګ د ګڼو همکارو کرنیزو  مؤسسو مسؤلینو ګډون کړی وو.
دغونډې په پیل، کې دهلمند دکرنې رییس الحاج مولوي نیاز محمد وهاج د غونډې ګډونوالو سره د مهمو  لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات شریک کړل. 
ښاغلي وهاج وویل: "څرنګه چې د هلمند ولایت ولسونو د نورو ولایتونو په پرتله زیاتې قربانۍ ورکړې دي، له همدې امله یې د نورو برخو ترڅنګ کرنه او مالدارۍ هم متضرره شوې ده، نو هڅه به مو دا وي ترڅو ددې ولایت د ځمکوالو د اقتصادي ودې او بهبود په موخه بنیادي پروژې پلي کړو، ددې ترڅنګ داچې هلمند پراخه ځمکې او اراضي لري تر دې مهاله چې کومې پروژې ددې ولایت لپاره تمویل او منظور شوي دي د ولایت په کچه بسنه او کفایت نه کوي ، نو تاسو د اړونده مؤسسو د استازو په توګه له تمویل کوونکو نهادونو سره ددې ولایت د مهمو اړتیاؤ په نظر کې نیولو سره د بنیادي پروژو په منظورۍ کې همکاري وکړئ، موږ د پروژو د ښه او موثر تطبیق په برخه کې د پوره مرستې او همکارۍ ډاډ درکوو.
په یاده ناسته کي د کرنې سکتور اړوند د مؤسسو مسؤلینو د تېرې میاشتې په لړکې د خپلو ترسره شویو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه په یاده ناسته کي د هرې ادارې مسؤل په خپل وار سره خپل فعالیتونه، لاسته راوړنې، غوښتنې او ستونزې شریکې کړې، چې د غونډې ګډونوالو لخوا ورباندې بحث وشو.
د یادوني وړ ده، چې د کرنې سکتوري غونډه په میاشت کي یو ځل د اداراتو او اړونده مؤسسو د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

آموزش ۱۴ مسئول کلینیک‌های حیوانی در بدخشان درباره نمونه‌گیری خون از حیوانات مشکوک به تب سه‌روزه

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور تشخیص به‌موقع بیماری تب سه‌روزه حیوانی و بررسی وضعیت شیوع آن، برای ۱۴ تن از مسئولان کلینیک‌های حیوانی در ولایت بدخشان رهنمودهای تخنیکی درباره علایم بیماری،. . .

BACK TO NEWS