د ننګرهارکانال شرکت رییس د پوهنتون له استادانو سره وکتل
۴ وږی ۱۴۰۲ه.ش
۹ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار کانال شركت ریيس مولوي غلام الرحمن کظيم، په داسې حال کې چې دننګرهار د کانال شرکت د دفتر امر قاري شکیل احمد ذاهب خیرخواه، ددې شرکت د مطبوعاتو لوی مدیر سید همایون غریب او یوشمېر نورو چارواکو هم حضور درلود، د لغمان پوهنتون د کرنې پوهنځي استادانو هر یو استاد ضیاالرحمن راسخ، استاد شاهدالله خاتم نیازی او د روښان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رییس استاد امین ستانکزي سره وکتل.
په دې کتنه کې د کانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم د کرنې او اقتصاد په برخه د کانال شرکت د روانو کارونو، راتلونکو پلانونو په تړاو معلومات شریک کړل او په اړونده برخه کې یې د ددغو استادانو د مرستې او مشورو غوښتنه وکړه.
دغه راز ښاغلی کظیم له یادو استادانو سره د راتلونکو پلانونو په تړاو چې یوه برخه يې د یو ملي او یا زون په کچه د یو ستر کنفرانس جوړول دي سلامشورې وکړې.
بايد وويل شي، چې د ننګرهار کانال شركت رياست د سلا مشورو او پدې برخه کې د لاپرمختګ په موخه يادو ناستو ته دوام ورکوي او دا د غوره حکومتوالۍ مهم عنصر بولي.
