د ننګرهارکانال شرکت رییس د پوهنتون له استادانو سره وکتل

mail-admin
Sat, Aug 26 2023 10:23 AM
د ننګرهارکانال شرکت رییس د پوهنتون له استادانو سره وکتل

۴ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
 د ننګرهار کانال شركت ریيس مولوي غلام الرحمن کظيم، په داسې حال کې چې دننګرهار د کانال شرکت د دفتر امر قاري شکیل احمد ذاهب خیرخواه، ددې شرکت د مطبوعاتو لوی مدیر سید همایون غریب او یوشمېر نورو چارواکو هم حضور درلود،  د لغمان پوهنتون د کرنې پوهنځي استادانو هر یو استاد ضیاالرحمن راسخ، استاد شاهدالله خاتم نیازی او د روښان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رییس استاد امین ستانکزي سره وکتل.
په دې کتنه کې د کانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم د کرنې او اقتصاد په برخه د کانال شرکت د روانو کارونو، راتلونکو پلانونو په تړاو معلومات شریک کړل او په اړونده برخه کې یې د ددغو استادانو  د مرستې او مشورو غوښتنه وکړه.
دغه راز ښاغلی کظیم له یادو استادانو سره د راتلونکو پلانونو په تړاو چې یوه برخه يې د یو ملي او یا زون په کچه د یو ستر کنفرانس جوړول دي سلامشورې وکړې.
 بايد وويل شي، چې د ننګرهار کانال شركت رياست د سلا مشورو او پدې برخه کې د لاپرمختګ په موخه يادو ناستو ته دوام ورکوي او دا د غوره حکومتوالۍ مهم عنصر بولي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS