هلمند کې د ممپلیو کښت د ډېرېدو په حال کې دی

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۷ - ۱۶:۱۱
هلمند کې د ممپلیو کښت د ډېرېدو په حال کې دی

۷ مرغومي ۱۳۹۹
 د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په یاد ولایت کې د ممپلیو کروندې ډېرې شوي چې ورځ تر بلې یې کښت ته د هلمندي کروندګرو لوالیتا زیاتیږي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو د هلمند خاوره اوبه او هوا د ممپلیو کرکېلي، پالنې او روزنې ته مناسبه ګڼي او وایي، چې په همدې موخه ددې ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلي او یوشمېر نورو ولسوالیو کې د ممپلیو کرکېله هم زیاته شوې ده.
د ښاغلي زلمي الکو په وینا ددې ولایت په پنځه زره او  ۷۲۷هکټاره ځمکه ممپلۍ کرل شوي، چې سږ  به یې حاصلات شاوخوا ۲۵ زره او ۱۲۸ مټریک ټنو ته ورسیږي.
ممپلي، چې د کورني بازارنو تر څنګ په نړیواله کچه هم ښه بازار او مناسبه بیه لري په دې وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې یې کرکېله مخ پر ډېرېدو ده.
د ممپلیو ارزښت ته په کتو د هلمند د کرنې ریاست په پام کې لري، چې په دې ولایت کې د ممپلیو کرکېله لا دود کړي، چې له یوې خوا د کوکنارو ښه بدیل ګڼل کیږي او له بلې خوا به د بزګرانو په اقتصادي وده کې هم رغنده رول ولري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۲۷
Background image

فصل برداشت پیاز آغاز شد

هفته‌نامه‌ی دهقان | محمد تمیم صدیقی 
افغانستان دارای اقلیم مناسب جهت رشد و پرورش پیاز است. پیاز در ساحات هموار و مرتفع كشت می‌شود و برای نشو و نموی خود به درجه حرارت مناسب، رطوبت نسبی و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۷:۲۹
Background image

برگزاری جلسه‌ای در مورد چگونه‌گی جمع‌آوری محصولات باغداری

۲۰ اسد ۱۴۰۰
جلسه‌ای در مورد چگونه‌گی جمع‌آوری محصولات باغداری، با حضور شیرشاه امیری معین زراعت و مالداری وزارت زراعت و وحیدالله یوسفی رییس عمومی سیستم معلوماتی نشانه‌های جغرافیایی اداره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

امسال حاصلات بادنجان رومى در بغلان افزایش یافته است

۲۰ اسد ۱۴۰۰
امسال، میزان حاصلات بادنجان رومی در ولایت بغلان، در مقایسه با سال گذشته افزایش قابل ملاحظه‌ای یافته است.
بغلان برای رشد و پرورش بادنجان رومى، آب‌ و هوای مناسب دارد و در طی. . .

BACK TO NEWS