نظارت از فارمهای تولید نهال در کابل
۲۶ حوت ۱۴۰۵ هـ.ش
رئیس عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی عبدالاحد خلیل، از فارمهای مرکزی تولید نهال در کابل بازدید کرده و از روند تولید و توزیع نهال، پروژههای انکشافی تطبیقشده در سال جاری و وضعیت عمومی این فارمها نظارت نمود.
در جریان این بازدید، وی بر اهمیت فارمهای تولید نهال در راستای گسترش سرسبزی کشور و مقابله با تغییرات اقلیمی تأکید کرده و از مسئولین خواست تا تولید نهالها را مطابق نیاز جامعه و تقاضای مردم افزایش دهند.
همچنان، از بخشهای مختلف فارمها بازدید صورت گرفته و مشکلات موجود از سوی مسئولین مطرح شد که در پی آن، برای حل این مشکلات وعده همکاری داده شد.
گفتنی است که همهساله از طریق این فارمها، نهالهای مختلفالنوع مثمر و غیرمثمر، بتهها و گلهای زینتی تولید و به متقاضیان، مساجد، مکاتب، شفاخانهها و ساحات عامه توزیع و غرس میگردد تا زمینه گسترش سرسبزی در کشور فراهم شود.
کابل کې د نیالګیو له تولید فارمونو څخه څارنه
۲۶ کب ۱۴۰۴ه.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د قدرتي سرچینو لوی رییس، مولوي عبدالاحد خلیل، په کابل کې د نیالګیو د تولید له مرکزي فارمونو څخه لیدنه وکړه او د نیالګیو د تولید او وېش بهیر، د روان کال پلي شوې پراختیایي پروژې او د دغو فارمونو عمومي وضعیت یې وڅاره.
د دې لیدنې په ترڅ کې، نوموړي د هېواد د زرغونتیا د پراختیا او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د نیالګیو د تولیدي فارمونو پر اهمیت ټینګار وکړ او له مسئولینو یې وغوښتل، چې د ټولنې اړتیاوو او د خلکو غوښتنې ته په کتو سره د نیالګیو تولید زیات کړي.
همدارنګه، د فارمونو له بېلابېلو برخو څخه هم لیدنه وشوه او موجودې ستونزې د مسئولینو له لوري مطرح شوې، چې په تعقیب یې د دغو ستونزو د حل لپاره د همکارۍ ژمنه وشوه.
د یادونې وړ ده، چې هر کال د دغو فارمونو له لارې بېلابېل مثمر او غیر مثمر نیالګي، بوټي او زینتي ګلان تولیدېږي او غوښتونکو، جوماتونو، ښوونځیو، روغتونونو او عامه سیمو ته وېشل او کېنول کېږي، څو په هېواد کې د زرغونتیا د پراختیا زمینه برابره شي.
