اروزګان کې د زیرې کرکېله؛ سږ یې حاصلات ډېر شوي

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۴ - ۹:۳۰
اروزګان کې د زیرې کرکېله؛ سږ یې حاصلات ډېر شوي

۲۲ لړم ۱۳۹۹
د اروزګان د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال ددې ولایت په ۵۴۷ هکټاره ځمکه کې کې توره او سپینه زیره کرل شوي دي، چې ورسره ددې ولایت د زیرې د حاصلاتو کچه هم لوړ شوی دی.
د اروزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال ددې ولایت د مرکز په ګډون په ګڼو ولسوالیو کې د زیرې کرکېله دود او عملاً سلګونه هکټاره ځمکه کې توره او سپینه زیره کرل شوي دي. د دوی په خبره په تېرو کلونو کې هم په دې ولایت کې یوشمېر بزګرانو په خپلو کروندو کې زیره کرلې وه، چې د قناعت وړ حاصل یې ترلاسه کړي دي.
زیره، چې په اصل کې یو غرنۍ بوټی دی، ځانګړې اقلیمي شرایطو ته اړتیا نه لري، نو په همدې موخه د افغانستان په ډېرو سیمو کې یې کرکېله دود شوې ده. له زیرې څخه په خوړو او طبابت کې ګټه اخیستل کیږي او په کور د ننه او بهر ښه مارکېټ هم لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت