د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د پراختیايي بودیجې د لګښت څرنګوالي او د ۱۴۰۵ مالي کال د منظور شوې بودیجې د لا غوره تطبیق د څرنګوالي د ارزونې په موخه ترسره شوه.
یاده غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي نورالدین عمیر، د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم او د کرنې وزارت د یو شمېر رییسانو او مسؤلینو په ګډون د دغه وزارت د عبدالوکیل په تالار کې دایره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د بېلابېلو څانګو ترمنځ پر همغږۍ او انسجام، د پروژو پر څارنې او تعقیب، د بزګرانو او مالدارانو اړتیاوو ته پر رسېدنې، د بودیجې  پر اغېزمن مصرف، د اداري مدیریت پر ښه والي او د کارکوونکو د ظرفیت پر لوړولو ټینګار وکړ. نوموړي له مرکزي رییسانو وغوښتل، چې ولایتونو ته د سفرونو له لارې د پروژو د تطبیق بهیر له نږدې وڅاري او د بزګرانو او مالدارانو اړتیاوې او ستونزې په مستقیم ډول وارزوي.
د کرنې وزیر همداراز د نوښت او ابتکار پر بنسټ د طرحو او پروګرامونو د وړاندې کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او خلکو ته یې صادقانه خدمت د دې وزارت د کارکوونکو له اساسي مسؤلیتونو څخه وباله.
ورپسې، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د وزارت د پروګرامونو او پلانونو د لا ښه تطبیق په موخه د کارکوونکو پر مسؤلیت‌پالنې او لا زیاتو هڅو ټینګار وکړ.
همدارنګه، د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي نورالدین عمیر د هېواد اوسنی وضعیت خلکو ته د خدمت کولو لپاره یو ارزښتناک فرصت وباله او د کرنې سکټور د پراختیا په موخه یې د شته امکاناتو پر اغېزمنې ګټې اخیستنې ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم هم د اراضۍ په برخه کې د ترسره شویو فعالیتونو، لاسته راوړنو او شته ننګونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د هېواد بزګرانو او مالدارانو ته یې پر لا ښه خدمت‌رسونې ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې، د مالي او حسابي ریاست او اړوندو مسؤلینو له لوري د ۱۴۰۴ مالي کال د فعالیتونو او بودیجې د لګښت راپور او د ۱۴۰۵ مالي کال پلانونه وړاندې شول، چې د ګډونوالو له لوري پرې خبرې اترې او ارزونه وشوه. غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت