د کرنې او د خوړو د خوندیتوب بېړنۍ پروژه

mail-admin
sdfrewsc

Emergency Agriculture and Food Supply Project ATS))

د پروژې نوم :

د کرنې او د خوړو د خوندیتوب بېړنۍ پروژه

ځای:

د افغانستان ۳۴ ولایتونه

تمویل کوونکی:

نړیوال بانک

د پروژې وخت:

دوه کالهګسټ ۲۰۲۰ تر  جولای ۲۰۲۲)

پلي کوونکی:

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نړیوال بانک په همکارۍ

ټولیزه بودیجه:

۱۰۰ میلیونه امریکایي ډالر

د پروژې موخه

په هېواد کې د کرونا له وجې د رامنځته شوې کړکیچ د ستونزو د هوارولو په پار د اوبولګولو د سیسټومونو ښه کول او د خوراکي توکو د تولید له ځنځیري ارزښت څخه ملاتړ.

د پروژې کلیدي شاخصونه:

د پروژې تر پوښښ لاندې سیمو کې به د غنمو د محصول تولید (۱۵٪سلنه زیاتوالی ومومي)

د هېواد ( ۶۰۰۰۰۰ ) بزګران د غنمو بذري تخمونه، چې د پروژې له خوا چمتو کیږي تر لاسه کوي.

په هېواد کې ( ۶۱۰۰۰ )  نارینه او ( ۲۲۰۰۰ ) مېرمنې کرنیز توکي او په دې برخه کې د اړتیا وړ چوپړونو ته لاس رسی پیدا کوي.

د پروژې پېژندنه:

د افغانستان اسلامي جمهوریت له خوا د ځانګړ شويو لومړیتوبونو په پار وړاندیز شوي پروژه، د « COVID-19» د کړکیچ د اغېزو د ټېټولو په پار ده، چې څو بعدیزه اغېزې، تشخیص ورکوونکی او په ټوله کې د هېواد اقتصاد ته شدید زیان ده، ځواب ورکوي. د یادې پروژې په اډانه کې څلور برخې دي. 

اساسې موخې:

په هېواد کې د کرونا له وجې د رامنځته شوې کړکیچ د ستونزو د هوارولو په پار د اوبولګولو د سیسټومونو ښه کول او د خوراکي توکو د تولید له ځنځیري ارزښت څخه ملاتړ د پروژې موخې دي.

د پروژې اساسي برخې:

  • -د الف برخه: (د کرونا ویروس د کړکیچ له وجې) د خوراکي توکو دتولید د ځنځیري ارزښت مدیریت.

  • -ب برخه: یاده برخه  د سوداګرۍ د اغېزمن شوي برخې پیاوړتیا او ملاتړ او دغه راز د خوراکي توکو تولید پیاوړي او ورڅخه ملاتړ کوي، پر غنمو تمرکز خو پر غنمو منحصر نه. د کرونا د کړکیچ له وجې د خوراکي توکو د تأمین ځنځیرې هغه کسان دي، چې د افغان کورنیو د خوراکي توکو د مصرف په برخه کې رغنده ونډه لري او په ورته وخت کې د « COVID19» ویروس د کړکیچ تر سخت اغېر لاندې راغلي دي. د افغانانو په دسترخوان کې د غنمو اوړو ته په کتو به د غنمو اوړو ته جدي پام ووشي.

 

  • د ج برخه : په دې برخه کې به د هغو کلیدي کارکوونکو چې د بذري ځنځیرې د تأمین په برخه کې فعال دي ملاتړ ووشي، ترڅو ډاډ تر لاسه شي، چې لږ ځمکې لرونکي بزګران پر خپل وخت د غنمو باکیفیته تخم ترلاسه کړي.

  • د برخه: د پروژې مدیریت:  دغه برخه د پروژې کاري لړۍ څارې او مدیریت کوي.

سندونه:

لینکونه: