کندهار کې ۲۰ اړمنو کورنیو ته د کالي جوړولو ماشینونه او اړوند توکي ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۴:۳۰
کندهار کې ۲۰ اړمنو کورنیو ته د کالي جوړولو ماشینونه او اړوند توکي ووېشل شول

۲۷ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ د کندهار ښار د څلورمې امنیتي ناحیې ۲۰ بېوزلو کورنیو ته د ۹۰ زره افغانیو په ارزښت د کالي جوړولو ماشینونه او اړوند توکي ووېشل شول.
د مرستې په ترڅ کې، هرې کورنۍ ته د ۴۵۰۰ افغانیو په ارزښت ۹ قلمه اړین وسایل ورکول شوي، چې پکې د کالي جوړولو ماشین (څرخ)، کاج، ستنې، اوتو، بکروم، قینچي، د څرخ تېل، ډینمو او صدوق شامل دي. دغه توکي د هغو کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کولو په موخه ورکړل شوي، چې له وړاندې یې د عاید مناسبه منبع نه درلوده.
د وېش مراسمو پر مهال، مسؤلینو کورنیو ته د ماشینونو د مؤثر استعمال څرنګوالی او اړوند پروسه تشریح کړه، ترڅو د دغو وسایلو له لارې د خپلې کورنۍ لپاره دایمي عاید تر لاسه کړي.
د کندهار د کرنې ریاست مسؤلینو وویل، چې د دې پروګرام موخه د بېوزلو او اړمنو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا، د ځان بسیاینې روحیې لوړول، او د کار زمینې برابرول دي. همداراز، دوی زیاته کړه، چې دا ډول پروژې د ښاري ښځو لپاره یو فرصت دی ترڅو د کور له چاپېریاله بهر وتلو ته له اړتیا پرته اقتصادي مشارکت وکړي.
د یادونې وړ ده، چې یوه اوونۍ وړاندې هم د کندهار د کرنې ریاست په همغږۍ، د اروپایي ټولنې له لوري د ۱۲مې امنیتي ناحیې ۲۰ کورنیو ته پنبې څخه د تار جوړولو ماشینونه وېشل شوي وو.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت