ننګرهار کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د «پامیر صحت» مجهز وټرنرۍ کمپلیکس ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۵۱
ننګرهار کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د «پامیر صحت» مجهز وټرنرۍ کمپلیکس ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د ننګرهار په ولایت کې د خصوصي سکټور له لوري د شاوخوا ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د «پامیر صحت» په نوم د څارویو د ناروغیو د تشخیص او درملنې یو مجهز وټرنرۍ کمپلیکس جوړ او په رسمي مراسمو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د دغه عصري مرکز جوړېدل د مالدارۍ سکټور د پرمختګ لپاره یو مهم ګام وباله. نوموړي د کمپلیکس له مسؤلینو وغوښتل، چې مالدارانو ته د لوړ کیفیت او معیاري وټرنرۍ خدمتونو په وړاندې کولو سره د هغوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د کرنې ریاست له لوري یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د «پامیر صحت» کمپلیکس مسؤل ظابط خان منګل وویل، چې په دغه مرکز کې د څارویو جراحي، داخله، مصنوعي القاح، واکسین، درملتون، لابراتواري معاینات او د پولټرۍ اړوند تخصصي خدمات وړاندې کېږي. د نوموړي په وینا، د دغه کمپلیکس اساسي موخه د څارویو د ناروغیو دقیق تشخیص، اغېزمنه درملنه او د هېواد د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا ده.
په یادو مراسمو کې د ولایت مقام استازي انجینر محمد جمعه محمدي د خصوصي سکټور د پانګونې او فعالیتونو ملاتړ وکړ او د کمپلیکس له مسؤلینو یې وغوښتل، چې د درملنې ترڅنګ د څېړنو او علمي فعالیتونو برخې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
همدارنګه، د کرنې ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا آمر مفتي عزیزالرحمن عزیز، د کرنې وزارت د څارویو د روغتیا ریاست استازي ډاکټر علي حیدر حیدري او یو شمېر نورو مسؤلینو هم د خپلو ویناوو پر مهال د همکارۍ ډاډ ورکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې دغه مرکز به د معیاري وټرنرۍ خدمتونو په وړاندې کولو سره د مالدارۍ د ودې، د څارویو د ناروغیو د مخنیوي او د مالدارانو د ستونزو په حل کې اغېزناک رول ولوبوي.
ټاکل شوې ده، چې د «پامیر صحت» وټرنرۍ کمپلیکس په فعالیت سره به د ننګرهار او شاوخوا ولایتونو مالداران د څارویو د ناروغیو د تشخیص، درملنې، لابراتواري معایناتو او نورو تخصصي وټرنرۍ خدمتونو لپاره معیاري او عصري اسانتیاوو ته په اسانه توګه لاسرسی ومومي، چې دا به د مالدارۍ سکټور د ودې او د څارویو د روغتیا د ښه والي په برخه کې یو مهم پرمختګ وبلل شي.
مالداري د هېواد له مهمو اقتصادي سکټورونو څخه ده، چې د خلکو د عاید، خوړو خوندیتوب او کرنیز اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لري. د معیاري وټرنرۍ خدمتونو نشتوالی د څارویو د ناروغیو د زیاتوالي او د مالدارانو د اقتصادي زیانونو لامل کېږي. د همدې اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د ننګرهار دکرنې او مالدارۍ ریاست په همکارۍ دخصوصي سکټور له خوا په ننګرهار ولایت کې د عصري وټرنرۍ خدماتو د وړاندې کولو لپاره د «پامیر صحت» په نوم یو مجهز کمپلیکس جوړ کړی، څو مالدارانو ته د تشخیص، درملنې او مخنیوي معیاري اسانتیاوې برابرې شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت