فاریاب کې د عمري دارالعلوم او دار الحفاظ ودانۍ ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۱۱:۵۸
فاریاب کې د عمري دارالعلوم او دار الحفاظ ودانۍ ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه

٢۷ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۶ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
دفاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ د توقوز درک په کلي کې د عمري دارالعلوم او دارالحفاظ د ودانۍ رغنیزې چارې بشپړ او د افغانستان اسلامي امارت د یوشمېر چارواکو او د سیمې اوسیدونکو په شتون کې د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. په همدې حال کې ددې دیني مدرسې د ودانۍ په پرانیستلو سره هغو لس تنه ځوانانو ته چې په همدې مدرسه کې یې قرآن کریم حفظ کړی وو د  فضيلت پګړي تړلو مراسم هم ترسره شوه.
دغه روزن ځای د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري، د فاریاب والي داملا شعیب رسالت، د فاریاب د استخباراتو رییس مولوي نعمت الله روحاني، د سرپل والي مولوي عبدالرحمن اکه، د الفتح قول اردو مرستیال مولوی عبدالوکیل منیب، د جوزجان والي قاري ګل حیدر شفق، د فاریاب مرستیال والي، د امارتي ادارو رییسانو، علماوو، مخورو، ځوانانو، جهادي قوماندانانو او مشرانو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د عمري مدرسې د پرانېستې په مراسمو کې د فاریاب ولایت له ۵۰۰۰ څخه زیاتو اوسېدونکو ګډون کړی ؤ او د علماوو او په شمال زون کې د امارتي چارواکو ویناوې یې واورېدې.
د کرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري د غونډې ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل، چې په عمري مدرسه کې اوسمهال شاوخوا ۱۵۰۰ هلکان او نجونې په زده کړو بوخت دي او د دغه سپېڅلي ځای د جوړېدو موخه یې د خلکو کورونو ته د علم او روښانتیا رسول وبلل:«دا مدرسه مو د دې لپاره جوړ کړی، چې د ځوانو هلکانو او نجونو د پوهاوي کچه لوړه کړي، تر څو خلک وکولای شي په خپله سیمه او کلي کې خپل اولادونه د زده کړو لپاره واستوي، د دې مدرسې ډېری زده کوونکي د شهیدانو او یتیم ماشومان دي، چې د زده کړې اقتصادي توان نه لري. له خلکو غواړو چې دوی خپل ماشومان دې مدرسې ته ولېږي، ترڅو دوی له ناپوهۍ او بې علمۍ څخه خلاص شي، ترڅو موږ یو ویښ او هوښیار نسل ولرو».
همدارنګه د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د افغانستان اسلامي امارت له مشرانو او سوداګرو څخه چې د یاد دارالعلوم په جوړولو کې یې همکاري کړې، مننه او قدرداني وکړه.
ښاغلي عمري زیاته کړه: «د اووښتون (انقلاب) پېر خلک د علم له زده کړې او ترلاسه کولو څخه بې برخې کړي، اوس د دې فرصت دی، چې خلک خپل ماشومان داسې دیني مدرسو او نورو تعلیمي ځایونو ته ولېږي، ترڅو دیني او عصري علوم زده کړي او خپلو کورنیو ته یې ور زده کړي. ترڅو یو باخبره او پوه نسل ولرو. له سوداګرو او خلکو څخه هم غوښتنه کوو چې د مدرسو په جوړولو کې برخه واخلي».ورپسې دیني عالمانو، د مدرسو ښوونکو او په شمال زون کې امارتي چارواکو هر یو په خپل وار سره خبرې وکړې او د دې مدرسې د جوړولو په پار د کرنې د وزیر د نوښت قدرداني وکړه، چې د ده د هڅو په پایله کې د یادې مدرسې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوی دی.
په همدې حال کې د فاریاب والي داملا شعیب رسالت د عامه ځایونو جوړول د هغو خلکو لپاره چې د داسې ځایونو په جوړولو کې برخه اخلي د دنیا او آخرت د سرلوړۍ لامل وبلل او له ځوانانو څخه یې وغوښتل، چې د هر ډول کلتوري او فکري یرغل په وړاندې چمتو او ثابت پاتې شي او داسې دیني مدرسې او روزن ځایونه د بهرنیو کلټوري او فرهنګي یرغلونو پر وړاندې اړین وبلل.
 دغه راز د الفتح قول اردو مرستيال مولوي عبدالوکيل منيب یووالی، امنيت او د اسلامي نظام حاکميت د خداى نعمتونه وبلل او ويې ويل، چې ځوانان کولاى شي له دغو نعمتونو څخه په استفادې د افغانستان هر ګوټ ته ولاړ شي زده کړې وکړې او نورو ته درس او زده کړې ورکړي.
د جوزجان والي قاري ګل حیدر شفق هم د غونډې له ویناوالو څخه ؤ، هغه له خلکو وغوښتل، چې د نظام د ساتنې ملاتړ وکړي او د خدای (ج) ددې ستر نعمت شکر دې ادا کړي، چې داسې یووالی او سوله یې د افغانستان په برخه کړې ده.
غونډه د علماوو او ځوانانو له خوا په شعرونو، ترانو او وینا سره دوام وموند او په پای کې د قرانکریم حافظانو ته د فضیلت پګړۍ ور وتړل شوې او د ستاینلیکونو او د فراغت د سند په ورکولو سره غونډه پای ته ورسېد.
دغه دیني مدرسه درې پوړه او ۲۴ خونې لري، جلا تشنابونه، جلا اودس ځایونه، جلا پخلنځي، د نجونو لپاره جلا ودانۍ او هغه ځوانان چې هلته زده کړې کوي، د لیلیې په لرلو سره شپه او ورځ په اسانۍ سره خپلې زده کړې ترسره کوي.

بهره‌برداری از ساختمان دارالعلوم و دارالحفاظ عمری در ولایت فاریاب
۲۵ حمل  ۱۴۰۳  هـ.ش
کار اعمار ساختمان دارالعلوم و دارالحفاظ عمری در قریه توقوز درک ولسوالی اندخوی ولایت فاریاب تکمیل و طی محفل باشکوهی با حضور مقامات امارت اسلامی افغانستان و باشنده‌گان محل افتتاح گردیده، همزمان با افتتاح ساختمان این مدرسه دینی دستار فراغت به سر ۱۰ تن از نوجوانان که قرآنکریم را در این مدرسه حفظ کرده بودند گذاشته شد.
این مکان آموزشی با حضور داشت مولوی عطاءالله‌ عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، داملا شعیب رسالت والی فاریاب، مولوی نعمت ‌الله روحانی رئیس استخبارات فاریاب، مولوی عبدالرحمان اکه والی سرپل، مولوی عبدالوکیل منیب معاون قول اردوی الفتح، قاری گل ‌حیدر شفق والی جوزجان، معاون والی فاریاب، روساء ادارات امارتی، علما، بزرگان، جوانان، قوماندانان جهادی و متنفذین افتتاح و به بهره ‌برداری سپرده شد.
در محفل افتتاح مدرسه عمری بیش از ۵ هزار تن از باشنده‌گان ولایت‌ فاریاب حضور بهم‌رسانیده و صحبت‌های علماء و مسوولان امارتی در زون شمال را شنیدند.
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت در صحبت‌هایش با حاضران گفت که در مدرسه عمری فعلآ نزدیک به ۱۵۰۰ تن از جوانان پسر و دختر آموزش می‌بینند و هدف از اعمار این مکان مقدس را آورن علم به خانه‌های مردم و روشنگری عنوان نمود" این مدرسه را به منظور بلند بردن سطح آگاهی‌جوانان دختر و پسر اعمار کردیم تا مردم بتوانند اولادهای شان را در منطقه و محله‌شان برای آموزش روان کنند تا بیاموزند، بیشتر دانش‌آموزان این مدرسه فرزندان شهداء و یتیم‌هایی می‌باشند که توانایی اقتصادی آموزش را ندارند، از مردم می‌خواهیم که اولادهای خویش را به این مدرسه بیاورند تا از جهل و بی دانشی خلاص شوند تا نسل بیدار و آگاه داشته باشیم".
همچنان مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت  از بزرگان امارت اسلامی افغانستان و تجار که در ساخت دارالعلوم همکاری نموده بودن اظهار تشکری و قدردانی نمود.
آقای عمری افزود:" دوره انقلال مردم را از آموختن و کسب دانش بدور ماند، حالا فرصت است که مردم فرزندان شان را به همچو مدارس و دیگر اماکن آموزشی برده تا علوم دینی و عصری را بیاموزند و به خانواده‌های شان بیاموزانند تا نسل آگاه داشته باشیم، از تاجران و شخیت‌های آگاه نیز می‌خواهیم که در اعمار مدارس اشتراک نمایند".
بعد از آن علماء دینی، استادان مدارس و مسوولان امارتی در زون شمال هر یک به نوبه خود صحبت نموده و از ساخت این مدرسه و ابتکار وزیر زراعت تقدیر نمودند که در نتیجه تلاش‌هایش کار این مدرسه تکمیل و آماده بهره‌برداری می‌باشد
 در همین حال دا‌ملا شعیب رسالت والی فاریاب اعمار اماکن عامه را سبب سربلندی دنیا و آخرت افرادی‌ عنوان نمود که در ساخت همچو مکان‌ها سهم می‌گیرند و تلاش می‌کنند و نیز از جوانان خواست که در برابر هرنوع تهاجم فرهنگی و فکری آمادگی  و استقامت داشته باشند و همچو مکان‌ها را برای تربیه  علیه تهاجمات بیگانه ضروری عنوان نمود.
همچنان  مولوی عبدالوکیل منیب معاون قول اردوی الفتح وحدت، امنیت و حاکمیت نظام اسلامی را از نعمت‌های پروردگار عنوان نمود که جوانان می‌توانند با استفاده از این نعمت‌ها به هر کنج و کنار افغانستان سفر نموده و درس بخوانند و دیگران را درس بدهند
قاری گل ‌حیدر شفق والی جوزجان والی جوزجان نیز از شمار صحبت کننده‌گان مجلس بود از مردم خواست که در حمایت از حفاظت از نظام کوشش نمایند و شکر این نعمت پروردگار را بجا آوردند که همچو وحدت و آرامش را نصیب افغانستان گردانده‌ است.
محفل با شعر، ترانه خوانی و وعظ علما و جوانان ادامه یافت و در اخیر دستار فیضلت به سر حافظان قرآنکریم گذاشته شد و با اهدای تقدیر نامه و سند فراغت پایان یافت.
این مدرسه دینی دارای سه منزل و ۲۴ اتاق، تشناب‌های جداگانه، وضو خانه جداگانه، آشپزخانه جداگانه، ساختمان جداگانه برای دختران می‌باشد و جوانانی که در  در آن درس می‌خوانند از سهولت لیلیه برای بود باش شبانه روزی می شوند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۶:۰
Background image

خوست کې د کروندو خوندیتوب په پار هلې ځلې

۱۰ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بوټي ساتنې امریت په پام کې لري چې، ددې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د نباتي ناروغیو د مخنیوی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۵:۵۳
Background image

پکتیا کې زرګونه څارویو ته د لېونتوب واکسینونو لړۍ پیلېږي

۱۰ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې له لورې ددې ولایت په مرکز او  ولسوالیو کې وړو شخوند. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۵:۴۹
Background image

دکرنیزو محصولاتو نندارتون د چمتووالی ارزونې په پار غونډه دائره شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ۱۴۰۳یم کال د بزګر میلې او دکرنیزو محصولاتو نندارتون د چمتووالي د ارزونې په موخه دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم. . .

بازگشت