د کابل خاک جبار کې د بڼوالو لپاره د لایم سلفر ترکيبي دوا تطبیق او عامه پوهاوی پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۰:۵۸
د کابل خاک جبار کې د بڼوالو لپاره د لایم سلفر ترکيبي دوا تطبیق او عامه پوهاوی پیل شو

د کابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بوټو ساتنې عمومي مدیریت تخنیکي ټیم، د کرنې وزارت په منظورۍ، د دې ولایت د خاک جبار ولسوالی لپاره د لایم سلفر ترکيبي دوا تطبیق او عامه پوهاوی عملاً پیل کړ.  
دغه پروګرام د کابل ولایت د خاک جبار په ولسالی کې پلي کېږي، چې پکې سلګونو بڼوالو ته د یاد تخنیکي ټیم له لوري د لایم سلفر ترکيبي دوا د جوړولو طریقه، د کارونې مناسب وخت، ګټې او زیانونه، د آفتونو او ناروغیو د کنټرول لارې چارې توضیح شوې او همداراز، یاده ترکيبي درمل مېوه لرونکو و زینتي ګلونو کې کارول کېږي.
بڼوالو په دې پروګرام کې په ډېرې علاقې ګډون کړی و او د کرنې ریاست څخه یې د ورته نورو پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت