د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونه د خپلو فعالیتونو راپور او راتلونکو پلانونه وړاندې کړل

qiam_amin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۲۲
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونه د خپلو فعالیتونو راپور او راتلونکو پلانونه وړاندې کړل

۴ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې چارواکو د خپلو فعالیتونو راپور او راتلونکو پلانونه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني ته په یوه خبري ناسته کې وړاندې کړل.

یاده ناسته په کابل کې د رسنیو د مسوولینو او خبریالانو په حضور کې جوړه شوې وه، چې په کې د کرنې او مالدارۍ خونې چارواکو د دې ادارې د لاسته راوړنو او راتلونکو پروګرامونو په اړه د سړوخونو جوړولو، د کرنیزو، بڼوالۍ او مالدارۍ محصولاتو د صادراتو په برخو کې معلومات وړاندې کړل.

د ناستې په پیل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن د دې خونې د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې دغه خونه د کرنې د ترویج او څېړنو، د لابراتوارونو د جوړولو، د غواوو، پسونو، اوښ‌مارغه او چرګانو د فارمونو د جوړولو، د اقتصادي بوټو د معرفي کولو، د اصلاح شوو تخمونو د ترویج، د بیرې د ونو د ځنګلونو د جوړولو او همدارنګه د کرنیزو او بڼوالۍ محصولاتو د اروپا، روسیې، هندوستان، متحده عربي اماراتو، قطر، سعودي عربستان او ګاونډیو هېوادونو ته د صادرولو په برخه کې مهم فعالیتونه ترسره کړي دي. نوموړي ټینګار وکړ، چې دغه لاسته راوړنې د کرنې وزارت او د کرنې او مالدارۍ خونې د ګډو همکاریو او هڅو پایله ده.

وروسته، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني وویل، چې له وروستیو بدلونونو وروسته د بنسټیزو فعالیتونو د پیاوړتیا او د هېواد د ځان‌بسیاینې پر لور د سوق کولو لپاره پراخې هڅې شوې دي. هغه زیاته کړه، چې پخوا ډېر سکتورونه له رکود سره مخ وو، خو اوس په ځانګړې توګه د چرګانو د روزنې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي او د فعالو فارمونو شمېر زیات شوی دی. د هغه په وینا، په هېواد کې ګڼې سړوخونې هم جوړې شوې دي او د افغانستان کرنیز محصولات سیمه‌ییزو او نړۍوالو بازارونو ته صادرېږي.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال ټینګار وکړ، چې دا ټول اقدامات د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ او د کورنیو محصولاتو د ښه بازارموندنې د زمینې برابرولو لپاره ترسره کېږي، او دا هڅې به دوام ولري، تر څو بزګرانو ته لا ډېر ارزښتناک او اقتصادي نباتات وروپېژندل شي او د هغوی عواید ډېر شي.

همدارنګه، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي‌زاده په خپله وینا کې وویل، چې افغانستان له بډایو قدرتي سرچینو څخه برخمن دی او له دې ظرفیتونو څخه د اقتصادي ودې لپاره استفاده کېدای شي. هغه زیاته کړه، چې د کرنې او مالدارۍ خونه ژمنه ده، تر څو بزګران او مالداران د دوامدارو اقتصادي فعالیتونو پر لور وهڅوي.

په پای کې، د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو د خونې اجرائیوي رییس ډاکتر وسیم صافي د روان کال د فعالیتونو او د راتلونکي کال د پلانونو په اړه یو هر اړخیز پریزنټېشن شریک کړ. یاده ناسته د سوداګرو، مالدارانو او بڼوالو د وړاندیزونو او د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت