کونړ کې د کب روزنې صنعت د پراختیا په پار هڅې

content_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۶:۲۹
کونړ کې د کب روزنې صنعت د پراختیا په پار هڅې

۶ زمری ۱۴۰۰
کونړ کې د کب روزنې چارې او فارمونه  د ودې په حال کې دي او په تېرو څو کالونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په دې ولایت کې د کب روزنې د ترویج او دودولو په پار د کب روزنې د ګڼ شمېر فارمونو د جوړولو ترڅنګ ددې ولایت له کب روزونکو سره هر اړخیزې تخنیکي او مالي مرستې او همکارۍ کوي. ددغو مرستو او همکارویو په ترڅ کې دکونړ ولایت په نرنګ، خاص کونړ، نورګل، سرکاڼو او  څوکۍ ولسوالیو کې د ګرمو اوبو ماهیانو د بچیو د تولید یو باب هچري او ۴۶بابه د ماهیو یوجریبه فارمونه جوړ شوي دي.
د کونړ د کرنې ریاست د چارواکو په خبره په یاده هچري(Hatchery)   کې د کارپ درې ډوله (کامون کارپ، سلور کارپ او ګراس کارپ) کبانو بچي تولیدېږي، چې د تولید وړتیایې ۲.۲ میلیونه ده، چې ورسره به د دې ولایت د ګانډو ولایتو د کب روزنې فارمونو یوشمېر ستونزې هوارې شي. دغه راز په کونړ کې د کبانو ۴۶ جوړ شوي فارمونه هر یوه یې د دوه زره کبانو د روزنې وړتیالري، چې دکال ۹۰ ټنه د کبانو غوښه تولیدوي.
د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې وزارت له خوا ددې ولایت د کبانو روزنې د فارم لرونکو د ملاتړ او په دې ولایت کې د کب روزنې د ترویج په پار په کونړ کې د ګرمو اوبو ماهیانو د بچیو د تولید د هچري او د کب روزنې ۴۶ بابه یو جریبه فارمونه چې هر یوه یې د دوه زره کبانو د روزنې وړتیالري د جوړولو ترڅنګ، د یادو فارمونو د کب روزونکو سره د مرستې په پار پر دوی د کب روزنې اړین توکي هم وېشلي دي.
دوی وویل، چې په دغو وېشل شویو توکو کې، لوی او متوسط پلاستیکي تشتونه، ډولچې، مېټرونه، ټرمامیټرونه، پلاستیکي موزې، د اوبو ضد ځانګړي جامې، فلزي خادې، د اوسپنې جال، خوریانې، یخچالي بکسونه، د کوترې ماشین له جنراټور سره، د کبانو نیولو کوچني، لوی او متوسط جالونه او د اکسیجن د منحلولو په پار فواري ماشینونه او لمریزې تختې شامل دي.
د کونړ د کرنې ریاست د چارواکو په خبره، خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پار په پام کې ده، چې په دې ولایت کې د کبانو ډېر شمېر فارمونه جوړ شي.
په افغانستان کې د کب روزنې د فارمونو شمېر څه باندې دوه زرو ته رسیږي، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونوکې شتون لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۲۴
Background image

د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» ترمنځ د همغږۍ غونډه د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د اوبولګولو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۲۱
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې ۱۲۰ راستنو شوو او بېوزلو کورنیو ته د چرګانو د ساتنې توکي ووېشل شول

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د «ستاسو غږ» مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د دې ولایت په کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ راستنو شوو هېوادوالو، معیوبینو او کونډو کورنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

بازگشت