کندهار کې د زيرې حاصلات په زیاتېدو دي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۶:۴
کندهار کې د زيرې حاصلات په زیاتېدو دي

۹ چنګاښ ۱۴۰۰
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د ګڼو مېوو او سابو تر څنګ په یاد ولایت کې د زیرې کښت مخ په ډېرېدو دی او حاصلات یې کال تربلې زیاتېږي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال ددې ولایت په یو زر او ۲۰۰ هکټاره ځمکه کې توره او سپینه زیره کرل شوې ده، چې له یادو کروندو څخه به نږدې یوزر او ۲۰۰ ټنه زیره راټول او بازار ته به وړاندې شي.
د دوی په خبره په تېرو کلونو کې هم په دې ولایت کې یوشمېر بزګرانو په خپلو کروندو کې زیره کرلې وه، چې د قناعت وړ حاصل یې ترلاسه کړي دي.
د کندهار په نږدې ټولو ولسوالیو کې زیره کرل کېږي خو د کندهار نېش، میانشین او خاکریز هغه ولسوالۍ دي، چې تر نور ډېر زیره په کې کرل شوي دي.
زیره، چې په اصل کې یو غرنۍ بوټی دی، ځانګړې اقلیمي شرایطو ته اړتیا نه لري، نو په همدې موخه د افغانستان په ډېرو سیمو کې یې کرکېله دود شوی دی. کندهار، جوزجان، بلخ، غور او ارزګان د زیرې کرکېلي لپاره غوره اقلیمي شرایط لري او له یادو ولایتونو څخه هرکال په زرګونه ټنه زېره راټول او بازار ته وړاندې کېږي.
له زیرې څخه په خوړو او طبابت کې ګټه اخیستل کېږي او په کور د ننه او بهر ښه مارکېټ هم لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۱:۵۷
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال په افغانستان کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې له رییس سره وکتل

۳  وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په افغانستان کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې «ټیکا». . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۱:۳۳
Background image

دهلمند موسا کلا کې د اوبو یو کوچنی بند جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۳  وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د موساکلا ولسوالی د ځايي خلکو په غوښتنه، د باراني او سیلابي اوبو د مهارولو په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۲:۵
Background image

د کرنې وزارت د رئیسانو د همغږۍ د سمینار دویمه ورځ پیل شو

۲  وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ د سمینار دویمه ورځ د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي. . .

بازگشت