کونړ کې ۴۷۰ کورني باغچې جوړېږي

naim.rezai
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۱۳:۱۸
کونړ کې ۴۷۰ کورني باغچې جوړېږي

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۰
د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې کروندګرو مېرمنو ته ۴۷۰ کورني باغچې جوړېږي.
ددغو کورنیو باغچو د جوړولو په پار پر کروندګرو مېرمنو د یادو باغچو جوړولو د اړینو توکو د وېش لړۍ پیل شوې ده، چې په ترڅ کې یې په دې ولایت کې ۴۶۰ کورني باغچې او ۱۰ روزنیزې باغچې جوړېږي.
تر دې وړاندې هم په هېواد کې کروندګرو مېرمنو ته کورني باغچې جوړ شوي دي، چې د بېوزله کورنیو د اقتصادي ودې او خوړو خودیتوب ترڅنګ د کرنې په برخه کې مېرمنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
مېرمنو ته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کورنیو باغچو جوړول کولای شي، چې په کرنه کې د مېرمنو ونډه زیاته او اقتصاد یې پیاوړي کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت