د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، دخوست د مرکز اړوند درېیو واحدونو (شمل، متون او لکڼ) په بېلابېلو کلیو کې لسګونو بزګرانو ته د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه.
په دې مرسته کې هر بزګر ته د یو جریب ځمکې لپاره ۲۰ کیلوګرامه د سویابینو تخم، ۲۵ کیلوګرامه توره سره او ۲۵ کیلوګرامه سپینه سره ورکول کېږي.
د یادو مرستو د وېش پرانیسته د خوست دکرنې ریاست د ترویج کارکوونکو او د یادې مؤسسې استازو په حضور کې په رسمي ډول پیل شوه.
همداراز، د خوست دکرنې ریاست له لوري بزګرانو ته د سویابینو د کرنې اړوند مهمې لارښوونې وشوې، چې پکې د کرکېلې لارې چارې، د ناروغیو مخنیوی، د سرو کارونه، اوبه لګونه، د هرزه بوټو کنټرول، د حاصلاتو راټولول او نور اړوند موضوعات شامل و.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت