هېواد کې نږدې دوه زره او ۵۰۰ ټنه شات تولید شوي دي

naim.rezai
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۹ - ۱۲:۲۲
هېواد کې نږدې دوه زره او ۵۰۰ ټنه شات تولید شوي دي

۱۹ وری ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو او احصایي ریاست شمېرې ښیي، چې په ۱۳۹۹یم لمریز کال کې، د هېواد په مرکز او ولایتونو کې دوه زره او ۴۹۰ مټریک ټنه شات تولید شوي دي.
پکتیا د ۸۹۹ ټنه شاتو په تولید سره لومړی ځای خپل کړی دی او وروسته د ننګرهار ولایت د ۵۰۰ ټنو په تولید سره او خوست د ۴۱۶ ټنو په تولید سره د هېواد د شاتو تر ټولو لوی تولیدوونکي ولایتونه دي.
دغه راز هرات، لغمان، بدخشان، کندز او بامیان هم د شاتو د تولید په برخه کې د لویو تولیدوونکو ولایتونو په ډله کې دي.
په هېواد کې د شاتو مچیو روزنې شپږ زره او ۷۵۷ فارمونه شتون لري، چې ډېری یې د بادغیس، هرات، بدخشان، پکتیا، کندز، دایکندي، بامیان، لوګر، سرپل، فراه، میدان وردګ، کاپیسا، تخار، بغلان او خوست ولایتونو کې دي.
بادغیس د ۷۲۲ فارمونو، هرات د ۵۹۳، پکتیا د ۵۵۰ او بدخشان د شاتو مچیو د ۵۲۶ فارمونو په درلودو سره د شاتو مچیو روزنې د فارمونو په برخه کې د جدول په سر کې دي.
د شاتو مچیو روزنه د یو ښه عاید لرونکي دندې په توګه د پراختیا په حال کې ده، چې محصولات یې ښه کورني او بهرني بازار لري.
په کورنیو بازارونو کې د شاتو نوعیت ته په کتو یوکیلو خالص شات له ۵۰۰ تر دوه زره افغانیو خرڅېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ۱۳۹۸یم کال د شاتو د تولید کچه دوه زره او ۱۰۰ ټنه وه، چې دا شمېره په ۱۳۹۹یم کال کې ۳۹۰ ټنه زیاتوالی لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت