کندهار کې د بزګر ملي ورځ ونمانځل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۴ - ۱۶:۴
التا

۴ وری ۱۴۰۰
د هېواد د نورو ولايتونو ترڅنګ، په کندهار کې هم د وري دویمه د بزګر ملي ورځ په ځانګړو مراسمو ونمانځل شوه. په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کندهار ولايت مقام د ټولنیزو چارو مرستيال حاجي اغالالی دستګیري ترڅنګ د يو شمېر ادارو رییسانو، د یو شمېر سوداګریزو خونو مسوولینو، بزګرانو او د کندهار ولایت یوشمېر اوسېدونکو ګډون کړي وو.
د غونډې په پیل کې د کندهار دکرنې ریاست چارسمبال انجنیر هارون د کرنې وزير پيغام ولوست، چې د هېواد په کچه د تېر کال د لاسته راوړنو يادونه شوې وه او د نوي کال د احتمالي وچکالۍ لپاره بزګرانو او اړوند ادارو ته د لازمو چمتووالي د نیولو لارښوونه شوې وه.
وروسته د کندهار ولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال حاجي اغالالی دستګیري په خپلو خبرو کې د هېواد د کرنیزو محصولاتو د پراختيا او ودي هیله څرګنده کړه او په خبره یې د هر هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا ډېره مهمه ده.
د ښاغلي دستګیري په خبره د اقتصاد تر ټولو مهمه سرچينه کرنه ده او کرنه پر بزګرانو ولاړ دی او بزګران دي، چي زموږ کرنې ته پراختيا ورکوي او موږ له دې لاري خپل اقتصاد جوړو. ښاغلی دستګیري د کمال خان بند پرانیستنه د اوبو د مدیریت  او کرنیز ودې لپاره د هېواد په کچه یو حیاتي موضوع وګڼل.
په غونډه کي د افغانستان د کرنیزو علومو او ملي ټکنالوژۍ پوهنتون رییس پوهنيار جوهر وويل، اوسنۍ نړۍ د خوړو ستر کمښت سره مخ ده او په وينا یې هر څومره، چي بزګران د کرنې د ودې لپاره هلي ځلي کوي، روزنه ترلاسه کوي او محصولات زياتوي، هغومره موږ په اقتصادي لحاظ پر پښو درېږو.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت له خوا هر کال د وري دويمه د بزګر ورځ د هېواد د پلازمېنې تر څنګ په بېلابېلو ولايتونو کې په شاندارو مراسمو نمانځل کېږي او دفصل بېلابېل حیواني او کرنيز توکي نندارې ته وړاندې کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

کابل کې د کرنیزې پرمختیا صندوق د اداري ودانۍ رغنیزې چارې پیل شوې

۲۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پرمختیا صندوق د اداري ودانۍ د بنسټ ډبره د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۱۰
Background image

بادغیس ولایت ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۲۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د یاد وزارت د یوشمېر چارواکو او سلاکارانو له یوې پلاوي سره یو ځای د بادغیس ولایت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۳
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز ناروغۍ د څارویو د څارنې او د وینې اخیستنې پروژه پیل شوه

۲۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا دکرنې، ریاست چارواکي وایي، چې د بروسلوز ناروغۍ د سرویلانس او د څارویو څخه د وینې اخیستنې انکشافي پروژه نن په رسمي ډول د کرنې،. . .

بازگشت