کندهار کې د ګازرو حاصلات ډېر شوي

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۹ - ۱۴:۱۰
کندهار کې د ګازرو حاصلات ډېر شوي

۱۹ سلواغه ۱۳۹۹
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږکال په یاد ولایت کې د ګازرو کرکېله او حاصلات ډېر شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست د ارزونې له مخې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سږ کال په یو زرو ۹۸۷ هکټاره ځمکه کې ګازرې کرل شوي دي، چې سږني حاصل یې نږدې ۳۵ زره ټنو ته رسېږي؛ چې د تېرکال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښیي.
د کندهار د کرنې رییس سیدحفیظ الله سیدي وایي، چې ددې ولایت د ګازرو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله ۲۰ سلنه زیات شوي دي.
ښاغلی سیدي وایي، چې ددې ولایت د ډنډ، پنجوایي، بولدک، دامان، تخته پل، ارغنداب او ژېړۍ ولسوالیو کې ډېر ګازر کرل کېږي.
د کندهار ولایت د کرنې ریاست د څېړنو له مخې د هلمند خاوره اوبه او هوا د ګازرو پالنې او روزنې ته مناسبه ده، نو په همدې موخه یې ګڼو کروندګرو کښت ته لېوال شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست په پام کې لري، چې د ګازرو د کرکيلې په اړه له کروندګرو سره په همکارۍ یو لړ پراګرامونه پلي کړي تر څو په یاد ولایت کې د نورو سبو او مېوو تر څنګ د ګازرو کرکېله زیاته او د بزګرانو اقتصادي وضعیت په پښو ودرېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

کندز کې د مني کمپاین په ترڅ کې ۳۰۰ تنو ته د بادام او شفتالو بڼونه جوړول

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د بڼوالۍ د تولیداتو د پیاوړتیا او د کروندګرو د ژوند د ښه‌والي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۵
Background image

د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال د قرغیزستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال سره وکتل

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په کابل کې د قرغیزستان د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۴۴
Background image

د کندهار ارغنداب کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د ارغنداب ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه. . .

بازگشت