کرنې وزارت د هېواد په شمال کې، د پستې دوه زره او ۵۰۰ سوداګریز بڼونه جوړوی

mail-admin
شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۵ - ۱۵:۱۰

۲۵ غبرګولی ۱۳۹۸

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی د بلخ په نهرشاهي ولسوالۍ کې د پستې له سوداګریزو بڼونو څخه لیدنه وکړه. د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامه «NHLP» تېر کال په بلخ کې د پستې درې زره جریبه سوداګریز بڼونه جوړ کړي دي. ټاکل شوې ده، چې روان کال هم د هېواد په شمال کې د پستې دوه زره او ۵۰۰ جریبه بڼونه جوړ شي، چې ۵۰۰ جریبه به یې د بلخ په ولایت کې وی.

دغه راز د کرنې وزیر د نهرشاهي ولسوالۍ د للمي کارو بزګرانو له کروندو څخه هم لیدنه وکړه. باید وویل شي، چې د زیاتو ورښتونو له امله به روان کال د للمي کروندې ښه حاصلات ولري.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

هلمند کې سلګونه بزګران وروزل شول 

۳۰ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو د باباجي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۰:۲۶
Background image

د کندهار ارغستان کې پر لسګونو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شول

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ په ارغستان ولسوالی کې پر ۳۶ تنه مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۰:۲۲
Background image

د کندهار رېګستان ولسوالی کې د سلګونه پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ، د رېګستان ولسوالۍ د کرنې، مالدارۍ او امنیتي ادارو په ګډو هڅو، د څارویو د قاچاق د مخنیوي لپاره پراخ ګرځنده کمپاینونه پیل شوي دي، چې. . .

بازگشت