کندز کې به د غنمو حاصلات ۲۰ سلنه لوړ شي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۲ - ۱۴:۳۰

۲۲ غبرګولی ۱۳۹۸

کندز کې د غنمو د حاصلاتو د ټولولو په درشل کې ارزونې ښیي، چې سږ به ددې ولایت د غنمو حاصلات ۲۰ سلنه لوړ شي.

تېر کال په دې ولایت کې په ۱۷۸ زره او ۸۰۴ هکټاره ځمکه کې د غنمو کرکېله شوې وه خو سږ کال ددې ولایت په ۱۹۲ زره او ۹۲۵ هکټاره ځمکه کې غنم کرل شوې ده.

د اصلاح شویو تخمونو کارول، پر وخت کرکېله، د کیمیاوي سرو پرځای استعمال، ښه هوا، پر وخت او ډېر بارانونه، کرنیز عملایتونه ترسره کول، بزګرانو ته فنیي او مسلکي سلا مشوري ورکول او له افتونو او ناروغیو سره هر اړخیزه مبارزه هغه چارې دي، چې سږ کال د غنمو د حاصلاتو د کچې په لوړو کې رغنده مرسته کړې.

ددې ترڅنګ، چې سږ کال له بارانونو سره طوفانونه او سیلابونه هم مل و او کروندو ته یې زیانونه ورسول خو له دې سره سره اټکل کیږي، چې سږ کال به د کندز د غنمو حاصلات ۲۰ سلنه لوړ شي.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د کندهار سپین بولدک کې د ګمرک جوړولو لپاره څه باندې زر جریبه ځمکه رسماً د ګمرک ریاست ته وسپارل شوه

۳۰ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د اسلامي امارت د زعیم، عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی ورعاه د حکم پر اساس او د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۱:۷
Background image

روزګان کې د باران‌سنج آلې د نصب او فعالولو روزنیز پروګرام دایر شو

۳۰ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت له کارکوونکو سره په همکارۍ د «د باران‌سنج آلې د نصب او فعالولو طریقه» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

هلمند کې سلګونه بزګران وروزل شول 

۳۰ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو د باباجي. . .

بازگشت