د هلمند د غوا روزنې فارمونه مخ په غوړېدو دي

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۳ - ۱۳:۲۳
د هلمند د غوا روزنې فارمونه مخ په غوړېدو دي
 
۲۳ وږی ۱۳۹۹
هلمند د هېواد د هغو ولایتونو په ډله کې دی، چې د کرنې او مالدارۍ لپاره مناسبه څاپېریال لري. دا چې هلمند يو له سمسورو ولايتونو څخه دى، نو ډېرى خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، د بېلابېلو سبو، غلو دانو او مېوو د تولید ترڅنګ، په دې ولایت کې د مالدارۍ صنعت هم غوړېدلی، چې ورسره په دې ولایت کې د لبني محصولاتو د تولید کچه هم لوړه شوې ده.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې په هلمند کې د دودیزې مالدارۍ ترڅنګ د غوا روزنې ۳۰ فارمونه چې، په هر فارم کې یې په منځنۍ کچه ۳۰ غواوې روزل کیږي شتون لري، چې له دغو غواوو څخه ډېر شمېر یې شېدې ورکوونکي او نور یې نرنسل، وچ نسل او خوسکي دي. د هلمند ولایت د غواساتنې په فارمونو کې ۱۲۰ کسانو ته په نېغه او څه باندې ۸۴۰ کسانو ته په غېرمستقیمه توګه د دندې زمینه برابره شوې ده.
د چارواکو په خبره له دغو فارمونو څخه د ورځې ۲۲ زره او ۴۵۵ لیټره شېدې تر لاسه کیږي.
د هلمند د غواروزنې فارمونه ته په داسې حال کې د ودې زمینه برابره شوې، چې د کرنې وزارت له خوا ددې ولایت مالدارانو او ثبت شویو فارمونو سره په وړیا توګه د څارویو د خوراکي توکو او بېلابېلو واکسینونو مرسته شوې او ترڅنګ یې ددې ولایت مالدارانو ته روزنیز پروګرامونه هم په لاره اچول شوي دي.
د هلمند ولایت فارم لرونکي هم په دې ولایت کې د مالدارۍ د محصولاتو له زیاتوالي او په دې برخه کې دکرنې وزارت له مرستو او همکاریو خوښ دي. دوی د خپل اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې د دولت پاملرنه او مرسته اړین بولي. دوی وایي، چې د وطني لبنیاتو د ودې په پار دې باید د بهرني لبني محصولاتو د وارداتو مخه ونیول شي او د وطني لبنیاتو د ودې او زیاتوالي په پار دې باید هېوادوال او امنیتي او ملکي ادارو وطني لبنیات وپېرې او په دې برخه کې د تړونونو د لاسلیک زمینه برابره شي. همدارنګه فارم لرونکي له دولته غواړي، چې دوی سره دې دڅارویو خوراکې لپاره د یوې سمبالې فابریکې جوړولو، دشېدو لوښولو ماشینونو، دشېدو لېږدولو لوښو او په مسلکي ډول د فارم لرونکو روزلو په برخه کې مرستې ووشي.
باید وویل شي، چې په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د څارویو او چرګانو روزنې زرګونه لوی او واړه فارمونه جوړ شوي، چې په زرګونه خلک په‌کې په کارونو بوخت او محصولات‌یې هم ډېر شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۷:۲۹
Background image

خوست کې د څارویو لپاره د وینه‌بهېدونکې تبې او چینجیو پر وړاندې د وقایوي کمپاین څارنه وشوه


۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا او مالدارۍ آمریت آمر ډاکټر انعام الله جاوید د یاد ریاست له ځینو مدیرانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیا کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین څخه څارنه ترسره شوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ آمریت کارکوونکو له لوری د یاد ولایت د مرکز ګردیز او څمکنیو ولسوالۍ کې د کانګو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۹
Background image

هلمند کې د څارویو سټراګانو پلورنځیو څارنه وشوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت کارکوونکو د هلمند ولایت په مرکزي سیمه کې هغه. . .

بازگشت