هلمند کې د بُست تصدۍ بیا فعال شو

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۴ - ۱۰:۳
هلمند کې د بُست تصدۍ بیا فعال شو
۲۴ چنګاښ ۱۳۹۹
افغان بزگران له ډېر پخوا راهيسي پنبه دانه کري. یو وخت افغانستان په سیمه کې د پنبې او نخي کاليو ستر تولیدوونکی هېواد وو. په افغانستان کې د پنبې ډېرې کارخونې هم شتون درلود، چې په زرونو کسانو په کې کار کاوه. خو د څو لسیزو ناخوالو او جګړو یاد صنعت هم ټکنۍ کړ. په دې ورستیو کلونو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د پنبې کارخونې یووار بیا فعاله شوې خو اوس هم دغه سکټور ډېرې مرستې ته اړتیا لري. د دغو کارخونو له ډلې یو هم د هلمند د بُست تصدۍ دی، چې تر ۷ کلن ځنډ وروسته بیا فعال شو او ډېر ژر به له هلمندي بزګرانو د پنبې په پېرلو سره خپل کار پیل کړي. هلمند کې د بُست تصدۍ په کورنیو جګړو کې له فعالیت څخه پاتې او تر یوه حده ویجاړه شوې وه. دغې تصدۍ د ۳۰ زره ټنو پنبې د پروسس وړتیا لري. د هلمند والي محمد یاسین د یادې فابریکې د پرانیستغونډې پر مهال وویل، چې دغه فابریکه د ۳۰ زره ټنه مالوچو د پروسس وړتیا لري، خو سږکال به د دې فابریکې لپاره څلور زره ټنه پنبه وپېرل شي. ښاغلي یاسین ویلي تر اوسه یې یواځې ۸۰۰ ټنه رانېولې ده. تر دې مخکې د هلمند پنبه پاکستان او یا هم ایران ته انتقالېدل اوس هیلې زیاتې شوي چې د یادې فابریکې په بیرته فعالېدو سره به په کور دننه له کروندګرو څخه په مناسبه بیه وپېرل شي.
د چارواکو په خبره د هلمند د تصدۍ په فابریکه کې به ۳۰۰ کروندګرو ته په مستقیم او په زرګونه نورو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
هلمند هغه ولایت دی، چې پخوا د پنبې د تولید په برخه کې نوموتی ولایت و. ددې ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې وزارت په مرسته یې هلې ځلې پیل کړي، ترڅو په دې برخه کې ددې ولایت پخوانی برم بېرته ترلاسه کړي. د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې سږکال ددې ولایت په ۱۵ زره او ۹۱۰ هکټاره ځمکه کې د پنبې کرکېله شوې، چې له دغو کروندو څخه به ۶۵۰ زره ټنه حاصل تر لاسه شي.
دهلمند مالوچ چې پخوا یې د سپینو زرو نوم درلود د بُست تصدۍ په فابریکه کې پروسس کېدل. په هلمند کې د بُست تصدۍ چارواکي وایي، چې دبُست تصدۍ فابریکه د ۳۰ زره ټنه پنبې د پروسس وړتیا لري، خو د اړتیا وړ بودیجې د نشتون په وجه يې کارونه په ټپه ولاړوو. نږدې اووه کاله وړاندې دهلمند بُست فابریکه کې له پنبې مالوچ، غوړي، صابون، او کونجاړه تولیدول، چې په بیا فعالېدو سره به یې یاد توکي تولید شي.
له پنبې څخه له غوړو نیولي بیا تر کالو پورې توکې تولیدیږي. پخپله د پنبې دانې بوټی کېدای شي، چې د سون موادو او یا هم د نورو بوټو لپاره د کیمیاوي کود په توگه وکارول شي.
افغانستان یو وخت په سیمه کې د پنبې یو لوی تولیدونکی هېواد وو، په وروستیو کلونو کې په دې برخه کې بیا ډېرې هڅي روانې دي، چې افغانستان پخوانی برم بېرته ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت