بادغیس کې د کفشک حشرې پر ضد پراخه مبارزه؛ سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه پاکه شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۶
مبارزه گسترده علیه حشره کفشک در بادغیس؛ صدها جریب زمین زراعتی پاک‌سازی شد

۲۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د بوټې ژغورنې برخې مسلکي کارکوونکو د بزګرانو په همکارۍ د کفشک حشرې پر ضد مبارزه لا ګړندۍ کړې، چې په پایله کې یې تر اوسه د ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه له دغو زیان‌رسوونکو حشراتو پاکه شوې ده.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټوژغورنې لوی مدیریت مسلکي ټیمونو په تېرو څو ورځو کې د بالا مرغاب، سنګ آتش، آبکمري، قادس، مقر، درې بوم ولسوالیو او همداراز د ولایت په مرکز کې د کفشکونو پر ضد دوامداره مبارزه ترسره کړې، چې په ترڅ کې یې شاوخوا له ۷۰۰ تر ۸۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه پاکه شوې ده.
مسؤلین زیاتوي، د مبارزې د بهیر د لا چټکتیا او اغېزمنتیا په موخه بزګرانو ته ۶۰۰ د حشره نیولو ځانګړي جالونه هم وېشل شوي، څو بزګران وکولای شي د خپلو کرنیزو حاصلاتو د خونديتوب لپاره په فعاله توګه برخه واخلي.
د بادغیس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له ټولو بزګرانو غوښتي، چې د کفشکونو د له منځه وړلو او د کرنیزو حاصلاتو د ساتنې په موخه له مسلکي ټیمونو سره هر اړخیزه همکاري وکړي، ترڅو د فصلونو د زیان مخه ونیول شي او د کرنیزو تولیداتو کچه لوړه پاتې شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د پروژې د لومړي فاز د سپارلو په موخه غونډه ترسره شوه


چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د لومړي فاز د سپارلو په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست او د ملي پراختیا شرکت د مسؤلینو ګډه غونډه د کرنې وزارت په مقر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۰
Background image

ننګرهار کې ۴۲۰ کورنیو ته د مرخیړیو د تولید وسایل ووېشل شول

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او»په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۴۶
Background image

د خوست قومي مشرانو سره د عشر راټولولو پروسې د ښه تنظیم په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د عشر او زکات آمریتونو د خپلو دوامدارو هڅو په لړ کې، دا ځل د مرکز شمل حسن کوټ سیمه کې د عشر او. . .

بازگشت