بغلان کې یوشمېر بزګرانو ته د خټکویو کرکیلې په اړه روزنه ورکړل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۱۹
برای شماری از دهاقین در بغلان درباره کشت خربوزه آموزش ارائه شد

۳۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بغلان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د دهنه غوری ولسوالی د کرنیزو چارو مدیریت مسلکي کارمندانو له‌خوا د یادې ولسوالی بزګرانو ته د خټکیو د کرکېلې په اړه معلومات وړاندې شو.
په دغه روزنه کې بزګرانو ته د خټکیو د کرکېلې مهم تخنیکونه، د تخم د کرلو مناسب وخت، د ځمکې چمتو کول، د سرې استعمال، او د حاصلاتو د ښه والي لارې چارې په عملي او نظري ډول تشریح شول.
د بغلان ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ژمن دی، چې د کروندګرو د ظرفیت لوړولو او د عصري کرنې د ترویج په موخه به ورته پروګرامونه دوامداره وساتي.
د یادونې وړ ده، چې تیر کال په بغلان ولایت کې د خټکیو په حاصلات کې د پام وړ زیاتوالی راغلی و او سږ کال هم تمه کېږي، چې د خټکیو حاصلات د پام وړ ډېر شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۵۷
Background image

د پکتیا دکرنې ریاست: زرمت ولسوالی کې ۱۰۰۰ هکټاره ځمکه د څاڅکي اوبولګولو له لارې خړوبېږي

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سیدامین هاشمي، د ولایت مقام د دفتر رییس مولوي نورالله ممتاز، د سیندیزې حوزې رییس ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د کرنیزو چارو عمومي مدیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د پروژې د لومړي فاز د سپارلو په موخه غونډه ترسره شوه


چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د لومړي فاز د سپارلو په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست او د ملي پراختیا شرکت د مسؤلینو ګډه غونډه د کرنې وزارت په مقر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۰
Background image

ننګرهار کې ۴۲۰ کورنیو ته د مرخیړیو د تولید وسایل ووېشل شول

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او»په. . .

بازگشت