د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د روسیې د حیواني او نباتي روغتیا څېړنیز انستیتوت څخه لیدنه وکړه
۲۷ وری ۱۴۰۵ه.ش
۲۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړي پلاوي د روسیې فدراسیون ته د خپل سفر په ترڅ کې د حیواني او نباتي روغتیا څېړنیز انسټیټیوټ «اېآرآرآیاېاچ » څخه لیدنه وکړه او د یاد مرکز له چارواکو سره یې په یوه تخنیکي ناسته کې ګډون وکړ.
دغه پلاوی د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د دې انسټیټوټ له لابراتواري سیستمونو، تشخیصي تخنیکونو او د نباتي او حیواني ناروغیو د کنټرول له میکانیزمونو څخه لیدنه وکړه. د یاد انسټیټوټ چارواکو څرګنده کړه، چې د دوی فعالیتونه د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ او د پرمختللو علمي تجهیزاتو په کارولو سره ترسره کېږي، چې د ناروغیو د دقیق او چټک تشخیص زمینه برابروي.
همدارنګه، په دې انسټیټوټ کې د قرنطین ځانګړي لابراټوارونه هم فعال دي، چې د نباتي او حیواني ناروغیو د لېږد مخنیوي کې مهم رول لري.
د ناستې په جریان کې دواړو لورو د تخنیکي همکاریو د پراختیا، د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او د کارکوونکو د روزنې په اړه هر اړخیزې خبرې اترې وکړې. په دې لیدنه کې د نباتي او مالدارۍ قرنطین د ارزښت او د کرنیزو محصولاتو د کیفیت د کنټرول پر اهمیت هم ټینګار وشو.
په پای کې دواړو لورو هوکړه وکړه، چې د علمي همکاریو، د معلوماتو د تبادلې او د ګډو څېړنیزو پروژو د پلي کولو په برخو کې به په راتلونکي کې عملي ګامونه پورته کړي.
