د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د روسیې د حیواني او نباتي روغتیا څېړنیز انستیتوت څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Thu, Apr 16 2026 12:53 PM
دیدار هیئت وزارت زراعت افغانستان  از  انستیتوت تحقیقاتی صحت حیوانی و نباتی روسیه

۲۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړي پلاوي د روسیې فدراسیون ته د خپل سفر په ترڅ کې د حیواني او نباتي روغتیا  څېړنیز انسټیټیوټ «اې‌آرآرآی‌اې‌اچ » څخه لیدنه وکړه او د یاد مرکز له چارواکو سره یې په یوه تخنیکي ناسته کې ګډون وکړ.
دغه پلاوی د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د دې انسټیټوټ له لابراتواري سیستمونو، تشخیصي تخنیکونو او د نباتي او حیواني ناروغیو د کنټرول له میکانیزمونو څخه لیدنه وکړه. د یاد انسټیټوټ چارواکو څرګنده کړه، چې د دوی فعالیتونه د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ او د پرمختللو علمي تجهیزاتو په کارولو سره ترسره کېږي، چې د ناروغیو د دقیق او چټک تشخیص زمینه برابروي.
همدارنګه، په دې انسټیټوټ کې د قرنطین ځانګړي لابراټوارونه هم فعال دي، چې د نباتي او حیواني ناروغیو د لېږد مخنیوي کې مهم رول لري.
د ناستې په جریان کې دواړو لورو د تخنیکي همکاریو د پراختیا، د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او د کارکوونکو د روزنې په اړه هر اړخیزې خبرې اترې وکړې. په دې لیدنه کې د نباتي او مالدارۍ قرنطین د ارزښت او د کرنیزو محصولاتو د کیفیت د کنټرول پر اهمیت هم ټینګار وشو.
په پای کې دواړو لورو هوکړه وکړه، چې د علمي همکاریو، د معلوماتو د تبادلې او د ګډو څېړنیزو پروژو د پلي کولو په برخو کې به په راتلونکي کې عملي ګامونه پورته کړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS