د میدان وردګو سیداباد ولسوالی کې پر ۲۵ مستحقو کورنیو د مالدارۍ مرستې ووېشل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۹:۱۰
د میدان وردګو سیداباد ولسوالی کې پر ۲۵ مستحقو کورنیو د مالدارۍ مرستې ووېشل شوې

د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالی اړوند د شیخ‌اباد او تنګي په حوزو کې، د «ان.سي.اې» مؤسسې تر چتر لاندې او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په پوره همکارۍ، ۲۵ مستحقو کورنیو ته د معیشت پیاوړتیا او د سیمې د محلي اقتصاد ودې په موخه د مالدارۍ مرستې ووېشل شوې.
په یاد پروګرام کې هرې مستحقې کورنۍ ته یوه د شېدو غوا او د څارويو د ساتنې او تغذیې په موخه ۲۵ کیلوګرامه د غواګانو خوراکي مواد ورکړل شول. د وېش د لړۍ له مخې، د شیخ‌اباد په حوزه کې ۱۳ دانې د شېدو غواګانې او اړوند خوراکي مواد، او د تنګي په حوزه کې ۱۲ دانې د شېدو غواګانې او ۲۵ کیلوګرامه د تغذیې ملاتړ مواد مستحقو کورنیو ته ووېشل شول.
د دغو مرستو د وېش بهیر د «ان.سي.اې» مؤسسې د استازو او د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسؤلو کارکوونکو په حضور کې، په شفاف او منظم ډول ترسره شو.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د کوز کونړ ولسوالی ۴۷ راستنو شوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۵۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس د چرګانو سکټور د تنظیم او همغږۍ په موخه د اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د دې ولایت د چرګانو اتحادیې له غړو او اړوندو کاروباریانو سره ناسته. . .

بازگشت