د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د کوز کونړ ولسوالی ۴۷ راستنو شوو هېوادوالو، معیوبینو او کونډو مېرمنو ته د هګیو چرګان ووېشل شول، څو د هغوی اقتصادي وضعیت ښه او د خوړو خوندیتوب پیاوړی شي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، دغه مرستې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ په موخه ترسره شوې دي.
د ننګرهار دکرنې ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا آمر، ډاکټر محمد ضمیر بهسودي وویل، هرې کورنۍ ته ۳۰ دانې چرګان ورکړل شوي، چې له دې ډلې ۲۷ د هګیو چرګې او ۳ چرګان شامل دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دې پروګرام اساسي موخه د کورنیو د عوایدو لوړول، د مالدارۍ سکتور وده او د خوړو خوندیتوب تأمینول دي.
همدارنګه، یادو کورنیو ته تر دې وړاندې د چرګانو د ساتنې اړوند لومړني وسایل هم برابر شوي وو، چې په کې د چرګانو لپاره مرغانچه (کوټه)، یوه دروازه، دوه جالۍ لرونکې کړکۍ، درې د اوبو لوښي، درې د دانې لوښي، دوه متره جالۍ او ۱۵۰ ګرامه د چرګانو دانه شامله وه.
د ننګرهار دکرنې ریاست تر دې وړاندې هم د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د بې‌وزله او اړمنو کورنیو د ملاتړ په موخه ورته پروګرامونه پلي کړي، چې د هګیو چرګانو وېش یې یوه مهمه برخه ده. دا ډول پروژې نه یوازې د کورنیو د اقتصادي ځان‌بسیاینې لامل کېږي، بلکې د محلي کچې د خوړو خوندیتوب او د مالدارۍ سکتور د پراختیا لپاره هم اغېزمنې بلل کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۰:۱۵
Background image

د نورستان دکرنې رییس د ډنمارک د کډوالو شورا له چارواکو سره وکتل

۲۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن د ډنمارک د کډوالو شورا له چارواکو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه تر لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې. . .

بازگشت