لغمان کې د عشر او زکات راټولولو مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۰:۴۰
لغمان کې د عشر او زکات راټولولو مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت د مرکز او ولسوالیو دعشر او زکات د راټولولو مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه. دغه غونډه د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ او د عشر او زکات د راټولولو آمر قاري ذبیح الله هشام په ګډون جوړه شوې وه.
په غونډه کې د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د عشر او زکات د راټولولو د چارو د ښه مدیریت لپاره اړینې سپارښتنې او لازمې لارښوونې وړاندې کړې. نوموړي د مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د عشر د راټولولو پر مهال له ولسونو سره نېک چلند وکړي، ترڅو خلک خپه نه شي او دا مهم شرعي عمل په بشپړ شفافیت او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم مطابق ترسره شي.
په همدې مهال د عشر او زکات د راټولولو آمر قاري ذبیح الله هشام وویل، چې عشر او زکات د اسلامي نظام له مهمو چارو څخه دي او باید د پوره پاملرنې لاندې ترسره شي. هغه د یادې پروسې د لا ښه تطبیق او د مسؤلینو د لا متوجه کولو په اړه یو لړ سپارښتنې هم وړاندې کړې.
په پای کې د عشر او زکات مسؤلینو د کرنې ریاست مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې دغه سپېڅلې دنده به په پوره صداقت، شفافیت او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لارښوونو مطابق ترسره کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۰:۲۴
Background image

خوست کې د پخوانیو معتادینو د اقتصادي پیاوړتیا په پار چرګان او د چرګانو پالنې توکي ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست په ولایت کې د پخوانیو روږدو کسانو د ملاتړ، اقتصادي پیاوړتیا او بېرته ټولنې ته د سالمو او کار وړ افرادو په توګه د ورګرځېدو په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۹:۴۸
Background image

د هلمند موسی قلعه ولسوالی کې ۵۰ مالدارانو ته د مالدارۍ اړوند تجهیزات ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د موسی قلعه ولسوالی د کرنیز ترویج عمومي مدیریت اړوند د مالدارۍ د ترویج او حیواني روغتیا مدیریت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۹:۱۷
Background image

سږ کال له کندهار څخه ۲.۵ ټنه شات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې د مالدارۍ آمریت د مسلکي مسؤلینو د معلوماتو له مخې، روان کال له کندهار ولایت. . .

بازگشت