لغمان کې د غنمو ننداریزو کروندو جوړولو په پار بزګرانو سره مرسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۹:۲۷
لغمان کې د غنمو ننداریزو کروندو جوړولو په پار بزګرانو سره مرسته وشوه

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په مټ، ۲۰ بزګرانو ته د غنمو د ننداریزو کروندو د کرلو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول.
په دې مرسته کې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه سپینه کیمیاوي سره، ۲۵ کیلوګرامه توره سره، ۲۵ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم او د ځمکې د تیارولو لپاره ۱۰۰۰ افغانۍ نغدې مرسته ورکړل شوه.
د دې پروګرام موخه د غنمو د حاصلاتو لوړول او بزګرانو ته د نوې ټکنالوژۍ او معیاري کرنې د عملي زده‌کړې زمینه برابرول دي.
د مرستو د وېش لړۍ د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد او د کرنیزو چارو آمر انجینر بریالي همدرد په حضور کې رسماً پرانیستل شوه.
مولوي عبدالستار محمد وویل: «یادې ننداریزې کروندې به د نوې ټکنالوژۍ، اصلاح شوو تخمونو او معیاري کرنیزو طریقو له لارې ترسره شي، څو د غنمو حاصلات زیات او د نورو بزګرانو لپاره د عملي زده‌کړې زمینه برابره شي.»
هغه بزګرانو ته د کتاري کرنې په اهمیت مسلکي خبرې وکړې او هغوی یې عصري کرنې ته وهڅول. نوموړي له بزګرانو وغوښتل، چې ورکړل شوي توکي دې د ریاست د مسلکي ټیم په مشوره او لارښوونه په خپلو کروندو کې وکاروي.
د یادونې وړ ده، چې ننداریزې کروندې هغه کرنیزې پروژې دي چې د نوو تخنیکونو، اصلاح شوو تخمونو او معیاري موادو د ازمېښت او ښودنې لپاره ترسره کېږي. دا ډول پروګرامونه نه یوازې د حاصلاتو د زیاتوالي لامل ګرځي، بلکې بزګرانو ته د نوو کرنیزو میتودونو عملي زده‌کړه هم وړاندې کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې لسګونه مالداران وروزل شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي. . .

بازگشت