د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي پرازیټونو پر وړاندې واکسین شوي دي.
د ډنډ ولسوالی د مالدارۍ مسؤل ډاکټر احسان الله روښان وایي، چې په یادو واکسینونو کې یې ۹ زره څاروي د طاعون ناروغۍ د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» له لوري، ۱۵ زره ۵۰۰ څاروي د خارجي او داخلي پرازیټونو او ۵ زره ۸۷۵ څاروي د ریخک ناروغۍ د مخنیوي په موخه د هالنډ کمیټې له لوري واکسین شوي دي. 
د دې کمپاین څخه موخه د څارویو وژونکو ناروغیو مخنیوی، د مالدارۍ په برخه کې وقایوي تدابیر نیول، د مالدارانو اقتصادي زیانونو کمول، د مالدارانو اقتصادي ملاتړ او مالدارۍ ته په سالمه توګه وده ورکول دي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځي وړاندې د کندهار دکرنې ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او هالنډ کمیټې په تخنیکي همکاري د کندهار معروف او خاکریز ولسوالیو کې هم څه کم ۶ زره کوچني څاروي د ریخک او چنجیو ضد وقایوي درملنه وشوه، چې ترڅنګ یې اوس مهال په نورو ولسوالیو کې د تطبیق چاري لاهم رواني دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه تر لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۳۵
Background image

د کندهار دکرنې ریاست او انسټو پوهنتون ترمنځ دګډې همکارۍ په پار ناسته وشوه

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرشید منیب او د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون رییس مولوی شبیراحمد. . .

بازگشت