ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او مېښو لپاره په پام کې نیول شوي، چې د واکسینونو د تطبیق لړۍ به په نږدې ورځو کې پیل شي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې (FAO) په همکارۍ به دغه واکسینونه د جلال‌اباد ښار په ګډون د ننګرهار ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې پر ۴۰۰ زره غټو څارویو تطبیق شي.
د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وایي، د غواګانو او مېښو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي لپاره د ۴۰۰ زره څارویو واکسین کول د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د مالدارانو د ملاتړ په برخه کې مهم ګام دی.
نوموړي یاد واکسینونه د مالدارۍ سکتور د ودې او د مالدارانو د لاسنیوي لپاره مهم وبلل او غوښتنه یې وکړه، چې د څارویو د ناروغیو د مخنیوي لپاره د واکسینونو کچه نوره هم لوړه شي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې د ختیځ زون مسؤل انجینر خوشحال اصفي وایي، چې په ختیځ زون کې، چې ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونه پکې شامل دي، ټولټال ۹۶۳ زره دوزه د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي واکسینونه پر څارویو تطبیقېږي.
اصفي زیاته کړه، د واکسینونو د اغېزمن او مسلکي تطبیق په موخه د ننګرهار ۴۳ وترنر ډاکټرانو ته دوه ورځنۍ روزنه ورکړل شوې ده. په دې روزنه کې د واکسینونو د سم تطبیق، د واکسینونو د سوړ ځنځیر د ساتنې، د ناروغۍ د تشخیص او نورو اړوندو برخو په اړه لازم معلومات ورکړل شوي دي.
د نوموړي په وینا، له روزنې وروسته به واکسینونه وترنر ډاکټرانو ته ووېشل شي، څو د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د ټاکل شوي پلان له مخې د غټو څارویو واکسینول په منظم ډول ترسره شي.
د پوستکي د دانو ناروغۍ پر وړاندې د واکسینونو د دې کمپاین په پلي کېدو سره به د غواګانو او مېښو د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي ترڅنګ، د مالدارانو د څارویو ساتنه، د مالدارۍ تولیداتو پیاوړتیا او د مالدارۍ سکتور د اقتصادي ودې په برخه کې هم مهم ګام واخیستل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون 

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۵۳
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه تاشکند ته ورسېد

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د دې هېواد پلازمېنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۴۶
Background image

پکتیکا په مرکز کې له جوړېدونکې ۶۰۰ میټریک ټنه سړې خونې څخه لیدنه وشوه

۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د مستوفیت، عدلیې، ښار جوړونې، ښاروالۍ، سرحدونو او حج او اوقافو. . .

بازگشت