د بلخ شولګرې ولسوالی کې یوشمېر بزګرانو ته د زعفرانو پیاز وېش او د سویابینو کر روزنیز پروګرام ترسره شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۸:۵۵
توزیع پیاز زعفران و برگزاری برنامه آموزشی کشت سویابین برای دهقانان در ولسوالی شولگره ولایت بلخ

د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالی کې د «اکټېډ» دفترد کرنیزو خدماتو مدیریت په همغږۍ لسو بزګرانو ته د زعفرانو د کر لپاره مرستندویه توکي ووېشل شول، او همدارنګه د حرکت موسسې له لوري د سویابینو د کر روزنیز سیمینار هم ترسره شو.
د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د یادې مرستې په ترڅ کې لسو بزګرانو ته هر یوه ته ۵۰ کیلوګرامه د زعفرانو پیاز، یوه سبده، ۵۰ جوړه دستکشې، دوه د شیشې بوتلونه د زعفرانو د راټولولو لپاره، او یو پنس ورکړل شو.
دغه مرسته د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا او د زعفرانو د کر د ترویج په موخه ترسره شوې ده.
بل‌خوا، د حرکت موسسې د کرنیزو خدماتو عمومي مدیریت په همکارۍ، د سویابینو د کر په اړه یو روزنیز سیمینار هم ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې بزګرانو ته د سویابینو د کر، سرې ورکولو، اوبولګولو، رېبلو او د حاصلاتو د راټولولو په اړه عملي روزنه ورکړل شوه.
بزګرانو له دغو مرستندویه او روزنیزو پروګرامونو خوښي څرګنده کړه او له مسؤلینو یې غوښتنه وکړه، چې دا ډول پروګرامونه لا زیات شي، څو د عصري کرنې دود پراخ او د هغوی د حاصلاتو کچه لوړه شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست مسلکي بستونو لپاره د تحریري ازموینې بهیر پیل شو

۲۸ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کار اهل کسانو ته د کار د سپارلو په موخه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د مسلکي بستونو لپاره د وړ داوطلبانو څخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۲:۵۳
Background image

هلمند کې د څارويو د پرازيت ضد درملو تطبیق بهیر پيل شو

۲۸ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت، د هالنډ کمېټې په همکارۍ د کوچنيو او غټو څارويو د پرازيت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۲:۶
Background image

د کرنې وزارت د ځنګلونو  رییس د کندهار د کرنې ریاست له چارواکو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۲۸ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځنګلونو  رییس ملا سراج‌الحق میرویس ذاکري د رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت د کرنې ریاست له چارواکو. . .

بازگشت