هلمند کې د څارويو د پرازيت ضد درملو تطبیق بهیر پيل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۲:۵۳
هلمند کې د څارويو د پرازيت ضد درملو تطبیق بهیر پيل شو

۲۸ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت، د هالنډ کمېټې په همکارۍ د کوچنيو او غټو څارويو د پرازيت ضد درملو تطبیق بهیر پیل کړ.
په دې بهیر کې به شاوخوا اووه زره ډوزه د «اورمکټين» درمل د اتو سیمه ییزو وټرنر ډاکټرانو له لوري عملي شي.
له دې لارې به نږدې ۶۵ زره واړه څاروي او پنځه زره غټ څاروي له داخلي او خارجي پرازيتونو څخه دخوندیتوب په موخه تداوي شي.
یاده پروسه د هلمند ولایت مرکز تر څنګ په نهرسراج، سنګین، باباجي، کجکي، باغران، مرجه او نادعلي ولسوالیو کې ترسره کېږي. د دې بهیر په تطبیق سره به د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې د څارويو د ناروغیو او پرازيتونو د خپرېدو کچه راټیټه شي.


روند تطبیق دواهای ضد پارازیت حیوانات در هلمند آغاز شد
۲۸ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هلمند از آغاز روند تطبیق دواهای ضد پارازیت حیوانات کوچک و بزرگ در این ولایت خبر می‌دهد. این روند از سوی آمریت مالداری و صحت حیوانی ریاست زراعت، با همکاری کمیتۀ هالند به اجرا درآمده است.
در جریان این برنامه، حدود هفت هزار دوزه دوا از نوع «ایورمکتین» توسط هشت داکتر وترنر محلی تطبیق می‌گردد.
به اساس معلومات مسئولان، در این روند نزدیک به ۶۵ هزار حیوان کوچک و پنج هزار حیوان بزرگ به هدف مصون‌ماندن از پارازیت‌های داخلی و خارجی تداوی می‌شوند.
این برنامه در کنار مرکز ولایت هلمند، در ولسوالی‌های نهرسراج، سنگین، باباجی، کجکی، باغران، مارجه و نادعلی نیز تطبیق می‌گردد.
با اجرای این روند، سطح انتشار بیماری‌ها و پارازیت‌های حیوانی در مرکز و ولسوالی‌های هلمند به‌گونه چشم‌گیری کاهش خواهد یافت.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت