هلمند کې د غنمو پر ۱۳ ډولونو څېړنې کیږي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۴ - ۱۴:۴۹
 هلمند کې د غنمو پر ۱۳ ډولونو څېړنې کیږي

۲۴ لېندۍ ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ریاست د مسلکي او فني کارکوونکو له خوا د بولان په څېړنیز فارم کې د غنمو پر ۱۳ ډولونو، چې په کې مورني، هستوي او تجربوي تخمونه شامل دي څېړنې کیږي.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وویل، چې په دې څېړنه کې د غنمو ۱۳ ډولونه (ورایټۍ) چې په کې د نباتاتو د اصلاح، اګرانومي او د ناروغیو د مطالعې سیټونه شامل دي تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.
ښاغلي الکو وویل، چې ددغو څېړنو پایلې د کرنې له کارپوهانو، متخصصینو او بزګرو سره شریکیږي، ترڅو په راتلونکي کې د غنمو د ښه او ډېر تولید په پار کوټلي ګامونه واخیستل شي. ددې ترڅنګ په دې څېړنیز فارم کې بزګرو، ځمکوالو، د کرنې پوهنځی او د کرنې د انسټیټوټ زده کړیالانو ته هم د کرکېلي په بېلابېلو برخو کې د عملي او نظري زده کړې زمینه برابره شوې ده.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ د ودې په پار څېړنیز پروګرامونه پلي کړي. ددې ادارې د پلان پر بنسټ د بولان په څېړنیز فارم کې د حبوباتو، سبو او مېوو پر تخمونو او ددې ترڅنګ د بڼونو داصلاح، ترویج او تکثیر په پار بېلابېل څېړنیز پروګرامونه ترلاس لاندې نیول شوي دي، ترڅو د بزګرانو او بڼوالو د پوهې کچه لوړ او د قناعت وړ حاصل او عاید تر لاسه شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د خوست موسی‌خیلو ولسوالی کې پر مستحقو کورنیو د ۶۰۰ اوښ‌مارغو وېش لړۍ ترسره شوه

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې او د افغان پرمختیایي مؤسسې په همکارۍ، په موسی‌خیلو ولسوالۍ کې د مالدارۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۲:۴
Background image

د هلمند سنګین کې بڼوالو ته د ژمي د یوریا سپرې په اړه روزنیز پروګرام ترسره شو


۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بوټو ساتنې او قرنطین لوی مدیریت له لوري په سنګین ولسوالی کې د ژمي په موسم کې د یوریا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۲:۲
Background image

د هلمند نوزاد کې کروندګرو ته د اصلاح شويو غنمو او سرې د وېش بهیر پیل شو


۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د نوزاد ولسوالی د کرنيزو خدمتونو مديريت تر چتر لاندې، په دې ولسوالی کې د سروې له. . .

بازگشت