بغلان ولایت کې د عشر او زکات راټولولو پروسې د ښه تنظیم او د چارو د لا ښه والي په موخه غونډه دایره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۴۳
به‌منظور تنظیم بهتر روند جمع‌آوری عشر و زکات و بهبود امور، نشست در ولایت بغلان برگزار شد

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بغلان ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات راتولولو آمریت له لوري د عشر او زکات راټولولو پروسې د ښه تنظیم او د چارو د لا ښه والي په موخه، د مرکزي او ولسوالیو کارکوونکو سره ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د یاد ریاست رییس مولوي عبدالکریم حذیفه، د عشر او زکات راټولولو آمر قاری خیرالله عثماني، د  عشر او زکات عوایدو تنظیم او محاسبې آمر محمد فرید نوري، د اړوندو آمریتونو کارکوونکو او د ولسوالیو مدیرانو ګډون کړی و.
د ناستې په پیل کې د بغلان د کرنې رییس مولوی عبدالکریم حذیفه د پیل وینا واوروله. نوموړي د ۱۴۰۴ هـ.ش کال په ترڅ کې د مرکزي او ولسوالیو کارکوونکو هڅې وستایلې او د راتلونکي لپاره یې لازمې سپارښتنې وکړې. هغه ټینګار وکړ چې عشر او زکات د اسلامي نظام له مهمو وجایبو څخه دي او د دې پروسې سم تطبیق د ټولو مسؤلینو ګډ مسؤلیت دی. همدارنګه یې د دندو پر وخت ترسره کولو، د آمیر اطاعت، او د چارو د لا ښه والي په برخه کې د زیاتو هڅو غوښتنه وکړه، او د ستونزو د حل لپاره یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
ورپسې د عشر او زکات راټولولو آمر قاری خیرالله عثماني د اعتمادي عاشرینو او عاملینو د منظم استخدام، د هغوی د فعالیتونو د دوامداره څارنې او روزنې، او له خلکو سره د ښه چلند په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. او د ولسوالیو کارکوونکو ته د کلیو په تفکیک د لېستونو جوړولو او ساتلو، او د میاشتنیو، ربعوارو، شپږ میاشتنیو او کلنیو راپورونو د ترتیب او پر وخت د مرکز سره د شریکولو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
د یادې ناستې په دوام د عشر او زکات عوایدو تنظیم او محاسبې آمر محمد فرید نوري د کتابچو سم ډکولو، د نیمګړتیاوو د نه تکرار، او د هر جنس په من او کیلو سره لیکلو په اړه لازمې لارښوونې وکړې، ترڅو په راتلونکي کې یې محاسبه په دقیقه او اسانه ډول ترسره شي.
همدارنګه د ناستې په وروستیو کې د عشر او زکات عوایدو معلوماتي سیستم عمومي مدیر انجنیر ولی امرخېل د ناستې ارزونه ترسره کړه او دا ډول ناستې یې د چارو د ښه والي لپاره مهمې وبللې. نوموړي په راتلونکي کې د ورته ناستو پر زیاتوالي ټینګار وکړ. او د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره یې د ولسوالیو د عشر او زکات راټولولو مدیرانو کلنی پلان تشریح کړ.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت